اس??ام آباد 27 نومبر (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريشي وئيلي دي چې پاكستان د اقتصادي مرستې تنظيم ته وړومبې ترجيح وركوي، اي ??ي او د يو طاقتور او د سيمه ايزې ادارې په توګه د رامخې ته كېدو بشپړه صلاحيت لري. ده دا خبرې د اي ??ي او د وزيرانو كونسل 25مې غونډې ته په خپله وېنا كښې وكړې. خارجه وزير ووئيل چې د مشرانو په دې غونډه كښې ګډون كول ده ??پا??ه د اعزاز خبره ده. د تركمانستان حكومت او د تنظيم سېكرټري جنرل ته په غونډه كولو مباركي وايم. ده ووئيل چې د اي ??ي او هېوادونو د خپل وژن 2025م په پرېكړو كښې د جوش نه ډك مقاصد ټاكلي دي. په دې لړ كښې د سېكرټرېټ لخوا شوې پېش رفت ستائيو. ده ووئيل چې د افغانستان د لارې د ټرانزټ لارې مكمل فعاليت به د اي ??ي او ټ??لو هېوادونو ??پا??ه مهم وي. دې مقصد ??پا??ه په افغانستان كښې امن ضروري دے. مونږ بايد د افغانستان او د اولس ئې انساني او معاشي مرسته وكړو چې دغسې په لويه پېمانه د انساني بحران او معاشي تباهې مخ نيوې وكړې شي. ده ووئيل چې بايد مونږ په كابل كښې د نوي حكومت ډاډګېرنه وكړو چې افغانستان مستحكم شي. ده ووئيل چې د شپږ هېوادونو فارمېټ په افغانستان كښې د امن ودې ??پا??ه مهم دے. د دې نه علاوه افغانستان سره تړون لرونكې پروژې هم ډېرې مهمې دي.