اسلام آباد 03 مئي (اے پي پي) د وزيراعظم د مذ??بي همغږۍ خاص استازي حافظ طاهر محمود اشرفي وئيلي دي سعودي سره پاكستان د ورورلې ژورې اړيكې لري، د تېرو اوو مياشتو په مهال په هېواد كښې د مذهب د سپكاوي كومه پېښه نه ده رامېنځ ته شوې، په هېواد كښې ټول اقليتونه بشپره مذ??بي آزادي لري، د اروپائي ائتلاف قرارداد د زمكيزو حقائقو په ضد دے، مونږ د دغې غندنه كوو، وزيراعظم به د سعودي دورې په مهال د سعودي مشرانو ??شمول ??لته پاكستانېانو سره هم ملاقات كوي، د فلسطين په مسئله، د اسلامو فوبيا او د توهين رسالت﴿ص﴾ په ضد ټوله نړۍ د پاكستان د دريځ تائيد كوي. ده دا خبرې د ګل په ورځ خبري كانفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړې. ده ووئيل د اسلامي امت د مسائلو يواځنے حل په وحدت او اتحاد كښې دے. نن وزيراعظم د اسلامي مرستې تنظيم د هېوادونو سفيرانو سره ملاقات كړے او دوي سره ئې په بېلا بېلو معاملو خبرې كړي. وزيراعظم سفيرانو ته وئيلي دي چې ټول اسلامي هېوادونه دې شريك دريځ خپل كړي، لوېديځو هېوادونو ته به باور وركول ??ي چې مونږ خپل نبي پاك ﴿ص﴾ سره څومره مينه لرو. وزيراعظم ووئيل اسلام د امن او سلامتيا دين دے، ترهګرې سره تړل ډېر لوي ظلم دے. حافظ طاهر محمود اشرفي ووئيل سفيرانو ??زيراعظم ته ?? مېډيا په اړه هم تجويزونه وركړي او د وزيراعظم د سوچ او فكر ستائنه كولو سره ئې وئيلي دي چې دوي به په دې معامله هر ډول ??مكنه مرسته كوي. د وزيراعظم خاص استازي ووئيل مونږ ته پكار دي چې د رمضان المبارك په وروستې عشره كښې خاص دعاګانې وغواړو. بايد مونږ يو بل لپاره د ورورولې او مينې جذبه پېدا كړو. ده ووئيل اسلامي او عرب هېوادونو سره د پاكستان اړيكې قوي شوي. د فلسطين په مسئله، د اسلامو فوبيا او د توهين رسالت﴿ص﴾ په ضد ټوله نړۍ د پاكستان د دريځ تائيد كوي