اسلام آباد 27 اپريل (اے پي پي)د غذائي تحفظ وفاقي وزير سيد فخر امام وئيلي دي هېواد كښې د غنمو ، جوارو او و??يژو زيات فصلونه ش??ي، د حکومت د اړخه زراعت له د جديدې ټيکنالوجۍ ډاډګيرنې سره د ك??ون??ګرو لپاره اعلان کړو اقداماتو په وجه پيداوار زيات شوے، د حکو??ت مقصد پاکستان ځائې پيداوار كښې سرپلس هېواد جوړېدل دي۔د نهي په ورځ د ريډيو پاکستان کرنټ افيئر پروګرام كښې ده ووئيل د تحريك انصاف حکومت د اولس ښېګړي لپاره فعاله ګامونه پورته ك??ي، هېواد كښې نزدېً 8.4 مليونه ك??ون??ګر دي دغسې يواځي په پنجاب كښې 5.3 ميليونه ك??ون??ګر شته ، کسان کارډ لانچنګ سره به ك??ون??ګرو له زرعي ان پټس، د چينجو وژلو داروګانو او مشينرۍ اخستلو له مرسته تر لاسه شي۔ سيد فخر امام ووئيل کسان کارډ كښې نيغ په نيغه روپۍ به د ك??ون??ګرو اکاﺅنټ ته منتقل کولې شي او په دې كښې به كوم دريم فريق نه وي۔ ده ووئيل تحريك انصاف د پاکستان په تاريخ كښې وړومبے حكومت دے كوم چې د ګراس روټ په كچه وګړو ته نيغ په نيغه رسنه لرلي۔ وفاقي وزير ووئيل د حکومت د اړخه معارفي كړي تاريخي جديد اسکيم سره به هېواد كښې زرعي انقلاب راشي،دې سره به نه يواځي د كرونګرو ژوند آسان شي بلكه زرعي پيداوار او د غيرملکي زرمبادله پانګي به هم زياتي شي