اسلام آباد۔2اپرېل(اے پی پی) هندوستان څخه د كاټن او چيني درآمد كولو په حقله د اقتصا??ي رابطه كمېټۍ په سفارشاتو وزیر اعظم عمران خان خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قرېشی او دكابينې نورو غړو سره مشاورت نه وروسته دغه سفارشات مسترد كړې دي۔ د ذريعو له مخې وزیرِاعظم دا هدايت وكړو چې پاكستان به په روانه وضعه كښې هند سره كوم ډول تجارت نه كوي۔ د پاكستان تل دا دريځ پاتے شوے دے چې هند سره مخ په وړاندې تللو لپاره ضروري ده چې سازګار چاپېرچل جوړ كړے شي او د ك??ل 2019 اګست مياشتې 5 مې نېټې يو اړخيزه او غېر قانوني ګامونو ته بيا كتنه وكړي۔ وزیر اعظم حکومتی معاشی ??لې ته هدايت وكړو چې د درآمدات متبادل ذريعو حوالې سره بېلو څانګو كښې سهولت كارۍ له په سمدستي توګه ګامونه پورته كړې شي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د حكومت د قاعدو او ضابطو له مخې بېل وړاندېزونه اقتصا??ي رابطه كمېټۍ ته وړاندې كولې شي په كومو چې معاشي او اقتصادي نقطه نظر سره غور كولې شي۔ د ذريعو وېنا ده چې د اقتصا??ي رابطه كمېټۍ پرېكړې كابينې ته توثيق او حتمي منظورۍ له وړاندې كېږي۔ د اقتصادی رابطه كمېټۍ لخوا په كمرشل بنياد د درآمد سفارشات كابينې لپاره مرتب كړې شؤ۔ اګركه د اقتصا??ي رابطه كمېټۍ دا پړېكړه تېره ورځ د كابينې په ايجنډا كښې شامل نه وه بياهم د كابينې غړو لخوا د دې معاملې په پورته كېدو وزيراعظم هدايت كړے وو چې د اقتصا??ي رابطه كمېټۍ پرېكړه دې په سمدستي توګه وروسته كړې شي۔