کراچۍ ۔15مارچ (اے پی پی) د انفارمېشن ټېكنالوجي او ټېلي كمېونيكېشن وفاقي وزير سيد امين الحق وئيلي دي چې اي ووټنګ سسټم به تر راروانو ټاكنو معارفي كړې شي دغسې چې بھر هېوادونو كښې مېشته ??ياتو نه زيات پاكستانيان خپله رائې كارولو سره ټاكنو كښې برخه واخستلې شي۔ د دې خيالاتو څر??ند??نه هغه د ګل په ورځ ځائي هوټل كښې د ”صحت کہانی ملین ڈالر افیئر” په سرخط يو پروګرام ته ??طاب كښې وكړه۔ هغه ووئيل دې نه وروسته ??ر راروان كال به هېواد كښې 5G معارفي كړې شي۔ وفاقی وزیر ووئيل هېواد كښې رابطې له مضبوطولو له د 22 كروړه روپو سرمايه كاري شوې ده او په لړ كښې د تھرپارکر، ، فاټا، ډېرہ بګاتی په ډول كلي والي سيمو ته ??رجيح وركړې شوې ده۔ هغه ووئيل كه هر يو وګړي ته ??سمارټ موبائل سره سره د انټرنېټ آساني ترلاسه وي نو هېواد به پ??مخ??ګ وكړي۔ سید امین الحق ووئيل دا مهال د هېواد 18کروړه وګړو سره موبائل دے او 9 كروړه كسان د براډ بېنډ آسانۍ لري۔ هغه ووئيل د موبائل جوړولو يوه كمپني ده كومه به چې د هېواد هر يو وګړي ته ?? 8000 روپو ارزان موبائل وركول باوري كوي۔ هغه ووئيل د وزیر اعظم عمران خان وژن پاكستان يو ډیجیټل هېواد جوړول دي او په دې كار روان دے۔ هغه ووئيل مونږ 40 وزارتونو له اي آفس سسټم معارفي كولو له كار كوؤ۔ وفاقی وزیر صحت کهانی په ځائې كولو له د مېرمنو لخوا د شويو هڅو ستائنه كولو سره ووئيل دا يوه لويه هڅه ده چې ورسره به پاكستا?? كښې مالي سرمايه كاري وشي۔ وفاقي وزير دد?? خبرې تائيد كولو سره ووئيل په دې موده كښې د آئي ټي څانګې برآمداتو كښې 24 فيصده اضافه ريكارډ كړې شوه۔