اسلام آباد 05 مارچ (اے پي پي) په وفاقي پايه تخت اسلام آباد كښې د جمعې په ورځ د سېلګرې درې ورځنې كورنۍ مېله پېل شوې. په دې درې ورځنې مېله كښې به د اسلام آباد او نزدې سي??و وګړي د تفريح غوره اسانۍ ولري او وفاقي وزيرانو وئيلي دي وګړو لپاره د وزيراعظم په سپارښتنه دا ښكلې مېله منقد شوې. په مېله كښې د ماشومانو او د مېرمنو د خوښې ايونټس شامل دي، وګړو ته خواست دے چې په بشپړه توګه دې مېله كښې ګډون وكړو. د جمعې په ورځ د اسلام آباد په اېف نائن پارك كښې د دې ښائسته مېلې د پرانستې دستوره وشوه. په مېله كښې د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز، د هوابازې وفاقي وزير غلام سرور خان، د توان وزير عمر ايوب خان، د بين الصوب??ئي رابطې وفاقي وزيرې ډاكټر فهميده مرزا، د منصوبه بندې او پرمختګ وفاقي وزير اسد عمر، د وزيراعظم د سمندر پورې پاكستانيانو خاص مرستيال زلفي بخ??ري او د پاكستان پېراګلائيډز اېسوسي اېشن مشرانو پشمول وګړو په لويه شمېره ګډون وكړو. په دې موقع د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير شبلي فراز وو??يل وګړو لپاره د وزيراعظم په خاص هدايت دا ښكلې مېله جوړه كړې شوې. په مېله كښې ملكي او غېړ ملكي استازي ګډون كوي. د مېلې اهتمام نجي څانګې كړے او حكومت ئې بشپړه مرسته كړې. ده وو??يل پېراګلائنډنګ ګران شوق نه دے، ځوانان دې په دې لوبه كښې برخه واخلي. په دې موقع وفاقي وزير ډاكټر فهميده مرزا وو??يل په وړومبي ځل سپورټس او د سېلګرې څانګې سره په ګډه فېسټول كوو. د اسلام آباد او پاكستان اولس د مباركې حقدار دے . فېسټول د دې خبره څرګندونه ده چې په هېواد كښې د امن او امان صورتحال ډېر ښه دے. د دې مېلې په كولو پېراګلائيډز اېسوسي اېشن ته مباركي وركوم. هغې وو??يل په دې فېسټول ډېره خوشحاله يم. زمونږ په بلنه د دبئي څخه په هره څانګه كښې نوم پېدا كوونكې سكينه هم راغلې. وفاقي وزيرې وګړو ته خواست وكړو چې په دې مېله كښې په ښه ډول ګډون وكړي.دغسې نورو وفاقي وزيرانو او چارواكو هم په مېله د خوشحالې څرګندونه كړې