اسلام آباد 03 مارچ (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قريشي وئيلي ??ي مونږ خپل جعرافيائي سياسي ترجيحات په جعرافيائي معاشي ترجيحا?? بدلوو، زمونږ زر مبادله په مياشتني بنياد د دوه اربه ډالرو نه مخ په زياتېدو ده. ده دا خبرې د شورو په ورځ په خارجه وزرات كښې په اروپائي هېوادونو كښې د پاكستان سفيرانو د معاشي سفارتكارې په اړه د يوې مهمې غونډې مشرۍ كولو په مهال وكړې. په غونډه كښې په اروپائي هېوادونو كښې د پاكستان سفيرانو د وېډيو لنك د لارې ګډون وكړو. په دې غونډه كښې په اټاليا، ناروے، نېدر لېنډ، پولېنډ، پرتګال ، رومانيه، روسيه، سربيا، هسپانيه،سويډن، سوېټزرلېنډ، يوكرېن او په برتانيه كښې د پاكستان سفير ګډون وكړو. په دې موقع دې سفيرانو خارجه وزير ته په دې هېوادونو كښې د معاشي سفارت كارې په اړه تفصيلي بريفنګ و??كړو. خارجه وزير ووئيل مونږ خپل جعرافيائي سياسي ترجيحات په جعرافيائي معاشي ترجيحا?? بدلوو، زمونږ زر مبادله په مياشتني بنياد د دوه اربه ډالرو نه مخ په زياتېدو ده