اسلام آباد۔20فروری(اے پی پی)صدرمملکت ډاكټر عارف علوي وئيلي دي د فرانس حكومت او مشرتابه دې د اړي ګړي او تعصب پېدا كوؤنكو اقداماتو په ځائې د اولس يو موټې ساتلو له ګامونه پورته كړي ولې چې د داسې نه كولو په صورت كښې به چې كوم زيان وشي هغه به په كلونو احاطه لري۔ د فرانس حكومت او مشرتابه دې د مسلمانانو محاصره كوؤنكې رويې او قانون نه ډډه وكړي۔ آزادۍ سره د رائې څرګندونې په بانه د مقدس شخصياتو د سپكاوي مخنيوي له بشپړه نړيوال ګامونه پورته كول?? او تګلاره جوړول وي۔ د هېواد پرمختګ او سوكالۍ له به د ټولو اقليتونو په شمول مونږ ټولو له په ګډه كار كول وي۔ د خالي په ورځ ايوان صدر كښې د مذهبي او اقليتي چار?? او د مذهبونو ترمينځه د همغږۍ او امپلي مېنټېشن مينارټيز فورم تر سېوري لاندې د مذهبي آزاد?? او د اقليتونو حقونو حوالې سره د نړيوال كنفرنس د پايې سېشن ته خپل خطاب كښې صدر ووئيل د پېغمبراسلام ۖ او خلفائے راشدین دور د مذهبونو ترمينځھ د همغږۍ حوالې سره ځانګړې حېثيت لري۔ هغه ووئيل اسلام كښې د اقليتونو د حقونو احاط?? شوې ده۔ هغه ووئيل د هېواد د آئين آرټیکل 20، 21، 25 او آرټیکل 27 د اقليتونو حقونو ته بشپړه تحفظ وركوي۔ دا مهال قومي اسمبلۍ كښې د اقليتي غړ?? شمېره 10 او سېنېټ كښې 4 ده۔ صدر ووئيل په هندوستان كښې د اقليتونو په ضد قانون بدلولے شي چې ورسره وضعه ناوړه كېږي۔ هغه ووئيل د هند په پارليمان كښې د مسلمانانو يوازې 2 فيصده نمائندګي ده۔ هغه ووئيل وزيراعظم عمران خان د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته خطاب كښې دا ښكاره پېغام وركړو چې د ناموس رسالت معاملې كومه هم سودا كېدې ??ه شي۔ مسلمان خپل پېغمبر سره ډېر زيات محبت لري۔ څنګه چې مغرب كښې هالوكاسټ سره اړونده قانون سازي شوې دغسې د اسلام اور نورو مذهبونو مقدس شخصياتو عزت او تكريم معاملې ته هم اهميت وركړے شي۔ صدر د كنفرنس منتظمین?? او دې ??ښې د ګډون كوؤنكو مننه كولو سره ووئيل حکومت به ددې ??نفرنس په مهال د ترتيب كړې شويو وړاندېزونو جاج اخلي۔ دې ??ه وړاندې صدر كنفرنس كښې ګډون كوؤنكو ته انعامونه او شيلډز وركړل۔