اسلام آباد 09 دسمبر(اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قرېشي وئيلي دي هند خطرناكه لوبه كوي٬ پاكستان څو ځله نړۍ د هند ناوړه څېرې او د جارحانه عزائمو نه خبر كړې ، هند د خپلو كورنيو چارو څخه پام اخوا كولو لپاره فالس فلېګ اپرېشن كولے شي٬ د هند ذمه وار غېر ذمه واره او د ډركو بيانونه وركوي ٬ نړۍ دې په سمدستي توګه د دې نوټس واخلي۔ د شورو په ورځ نجي ټي وي چېنل سره په خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر او د سلامتي كونسل صدر ته مې څو ځله چيټۍ ليكلې او د خپل تشويش څرګندونه مې كړې چې هند د خپلو كورنيو معاملو نه پام اخوا كولو لپاره فالس فلېګ اپرېشن كولے شي، دا مهال د مقبوضه كشمير صورتحال زيات خراب شوے او د مودي سر??ار د پاليسو په سبب د هند خلق په احتجاج دي۔ شاہ محمود قرېشي ووئيل د انتها خوښ هندي حكومت لخوا چې كومې پاليسۍ مسلط كړې شوي د خلقو په زړونو كښې ?? هغي په ضد كركه راپېدا شوې ، د هند حكومت د كرونا وائرس مس هېنډل كړے چې په سوب ئې د دوي معيشت تبا?? شوے، نن كېفيت دا دے چې هند كښ?? كردوندګر د مودي د پاليسو په ضد احتجاج كوي او مخالفه ډله هم ھغوي سره شامل?? شوې ۔ ده ووئيل پاکستان په هند كښې ?? بشري حقونو خلاف ورزو ته د نړۍ پام راګرځولو لپاره ستړې كوي، هائوس آف کامن، هائوس آف لارډز، يورپين يونينز، يو اېس کانګريس او نورو پارلمانونو له هند كښې ?? بشري حقونو د خلاف ورزو په ضد غږ پورته كول پ??ار دي۔