اسلام آباد 06 دسمبر (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي و??ير سېنېټر شبلي فراز وئيلي دي چې د كورونا په اړه اوسنې شمېرې د اندېښنې وړ دي، سياسي اجتماعات د كورونا د خپرېدو سبب جوړېږي، اپوزيشن به بالاخره تر كومه د بې ګناه اولس ژوند سره لوبې كوي؟ د اتوار په ورځ په ټويټر په خپل ټويټ كښې وفاقي و??ير سېنېټر شبلي فراز ووئيل ??ې پ?? پېښور او ملتان كښې د پي ډي اېم د غونډو نه پس په دې ښارونو كښې د كورونا په كېسونو او د مرګونو په مشره كښ?? په تندې سره اضافه كېږي، د دې اجتماعاتو انعقاد د قانون او اېس او پيز څخه سرغړونه ده. ده ووئيل چې د اپوزيشن مشران خو په خپله په د كور د اساني?? په ماحول كښې قرنطينه دي ، كاركنان او اولس د ذاتي سياسي ګټو تحفظ لپاره د اېندهن په توګه كارولې شي. ده ووئيل چې د كورونا په نتيجه كښې خپل خواړه خپلوان د لاسه وركوونكې باشعور اولس به د اپوزيشن مشران كله هم معاف نه كړي.