اسلام آباد 20 نومبر (اے پي پي) د وزيراعظم عمران خان په مشرې كښې د جمعې په ورځ د پاكستان آئي لېنډ ډوې??پم??ټ اتهارټۍ او د راوي اربن ډوې??پم??ټ اتهارټۍ د وركنګ ګروپس غونډه وشوه. په غونډه كښې د سندھ ګورنر عمران اسماعيل او د پنجاب چيف سېكرټري جواد رفيق ملك د وېډيو لنك د لارې ګډون وكړو. د وزيراعظم دفتر د مېډيا څانګې لخوا جاري بيان له مخې وزيراعظم د دواړو پروژو په اړه تر اوسه د شوي پرمختګ څخه خبر كړے شو. وزيراعظم ته وو??يل شول راوي سټي او جزائر ښارونه به د هېواد په تاريخ كښې په وړومبي ځل د ګرين سټي د اصولو له مخې وي. په دې موقع د راوي ډوې??پم??ټ اتهار??ۍ چيئرمېن وو??يل تعميرات لپاره د 18600 اېكړه زمكې سروې ترسره شوې چې پكښې د ځائي آبادې د بې دخلې كولو يا كوم بل ځائ ته د منتقل كولو ضرورت نشته. ده وو??يل د راوي سټي پروژه به د نړيوال معيار له مخې وي. د يادونې وړ ده دا پروژې د پور په ځائ د شراكت په بنياد جوړولې شي. د پاكستان آئي لېنډ ډوې??پم??ټ اتهار??ۍ چيئرمېن وزيراعظم د اتهارټۍ د ماسټر پلاننګ او د ماحولياتي مطالعې په لړ كښې د نړيوالو كمپنونو لخوا په زياته شمېره د خوښې لرلو نه خبر كړو. وزيراعظم وو??يل د پاكستان ساحل سېلګرې او د نړيوال معيار ښارونو لپاره نه يوازې موزون دے بلكې دا د بهرنې سرمايه كارې د ګڼ شمېر موقعو راپېدا كولو صلاحيت هم لري. ده وو??يل د راوي سټي پروژه به نه يوازې په لاهور د آبادې فشار كم كړي بلكې د اربن پلاننګ نوي اړخونه به هم معرفي كړي. وزيراعظم وو??يل د دې پروژو به د هېواد په معيشت او د عام وګړي په ژوند مثبت آغېز وشي. ده وو??يل دا پروژې به د ځائي صنعتونو ودې سره سره د روزګار د نوو موقعو راپېدا كولو سبب هم وګرځي.