اسلام اباد ۔ 13 نومبر ۔ (اے پي پي ) د لوك ورثه د سېوري لاندې په روانه لوك مېله كښې به د پښتو ميوزك نائټ سبا د خالي په شپه نمانځلے شي ٬ په دې مهال به د پښتو نامتو اولسي فنكاران د خپل فن څرګندونه كوي٬د اے پي پي تر مخه په دې كلنه مېله كښې د هېواد د څلورو واړو صوبو پشمول د ګلګت بلتستان او ازا?? جمو و كشمير كلتور رامخې ته كولو لپاره بېل پوېلېين جوړ كړے شوي چې پكښې د لاسو جوړو څېزونو ?? نندارتون سره د خرڅ لپاره هم اسټالز لګولې شوي ۔ د خېبر پ??تونخوا په پوېلېين كښې د كباب كړهي سره سجي ٬ قهوه او د نورو خواركونو ??نتظام شوے ٬ دغسې د لرګې ٬ خاورې ٬ كاڼي ٬ پيتلو ٬ خامتا او د مېزري جوړ څېزونه په زيات مقدار دغلته خرڅېدو لپاره اېښودے شوي چې د هېواد د بېلو سيمو خلق ئې اخلي او خوښوي۔ لوك مېله كښې غېر ملكيان هم د پاكستان د پراخه او ښكلي كلتور مشاهدې او څارنې لپا??ه په ګن شمېر په مېله كښې تر نظره كېږي٬ ياد دې وي دا مېله هر كال په شكر پ??يا لوك ورثه كښې كېږي جې تر لسو ورځو دوام لري ٬ سږ كال به دا مېله تر 16 نومبر روانه وي