سرینګر۔10نومبر(اے پی پی) د هند په غېر قانوني توګه نيولي شوي جمو وكشمير كښې هندي عسكرو د خپلې رياستي ترهګرۍ كارروائي?? په مهال شوپياں ضلعه كښې د نهې په ورځ دوه كشميري زلمي شهيد كړل۔ د كشمير ميډيا سروس له مخې عسكرو دا زلمي د شوپياں ضلعې په قت پوره سيمه كښې د لټون او محاصرې يوې كارروائۍ په مهال شهيد كړل۔ يو سركاري عهدېدار ميډيا سره خبرو كښې ووئيل دا ځوانان د لټون او محاصرې كارروائۍ په مهال په يو بل د ډز?? په مهال شهيد كړې شوي دي۔ د آخري اطلاعاتو ترلاسه كېدو پورې سيمه كښې د ډزو لړۍ روانه وه۔ هند?? قابض انتظاميې شوپياں او كولګام ضلعو كښې انټرنېټ سروس معطل كړے دے