اسلام آباد۔11اکتوبر (اے پی پی) وزيراعظم عمران خان په موټروے رېسټ اېرياز كښی د څيزونو زياتو نرخونو په ضد د وګړو د شكايت نوټس اخستے دے۔ په زياتو نرخونو د غم او غصې څرګندون?? كولو سره وزيراعظم ووئيل چې د منافع خورانو په ضد دې سخته كاروائي وكړے ش??۔ د خالي په ورځ د وزيراعظم ډيليوري يونټ لخوا جاري كړې شوي بيان له مخې وزيراعظم عمران خان په سټيزن پورټل په موټروے رېسټ اېرياز كښی د څيزونو زياتو نرخونو په ضد د وګړو د شكايت نوټس واخستو۔ وزیراعظم ډیلیوری یونټ د مواصلاتو وزارت ، اېن اېچ اے او آئی جی موټروے ته مراسله جاري كړې ده۔ مراسله كښې وئيلي شوي دي چې په موټروے رېسټ اېریاز د نرخونو څارنې له دې خاص ډلې متعين كړ?? شي۔ دوئي دې شپه او ورځ چھاپې وهي۔ دوئي د حاجت له مخې د انتظاميې مرسته څه وخت هم ترلاس?? كول?? شي۔ د زياتو نرخونو په ضد دې سخته كارروائي وكړ?? شي۔ په موټر وے رېسټ ایریاز دې د مسافرو او سېلګرو پوهاوي له بېنرې ولګول?? شي۔ په سیټیزن پورټل د شكايتونو درج كولو په اړه پوهاوي رامينځت?? كولو له دې هم ګامونه پورته كړ?? شي۔ وزیر اعظم آفس اړوندو چارواكو ته په 21 ورځو كښې د ابتدائي راپور وړاندې كولو هدايت كړې دې۔ د اقداماتو ترسره كېدو نه وړاندې او وروستو تقابلي راپور به هم وزيراعظم ته وړاندې كول?? شي