اسلام آباد 30 ستمبر (اے پی پی)وزيراعظم عمران خان وئېلي دي په تېر وخت كښې د برېښنا ګرانو شوو لوظ نامو بوج سره عام ??ګړ?? او صنعتي څانګه ځپلې شوې او ګرځينده قرض زيات شوے٬د سبسډي نظام سپيځلے او مستحقينو ته ورسولو ته دې خاص پام لر??ه وكړی شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د توان په څانګه كښې روانو اصلاحاتو كښې د پېشرفت په حقله د جاج اخستو غونډې ته په وېنا كښې وكړه۔وفاقي وزيرانو اسد عمر٬عمر ايوب٬ميا محمد سومرو٬د خزانې صلاحكار ډاكټر عبداالحفيظ شېخ٬خاص مرستيالو شهزاد قاسم٬نديم بابر او ډاكټر ثانيه نشتر او نور افسرانو ګډون وكړو۔په غونډه كښې د توان په څانګه كښې د روانو اصلاحاتو عمل مخ په وړاندې بوتللو او په دې لړ كښې د بې??و اهدافو سركولو لپاره د ټاكلي وخت په حقله وزيراعظم ته بشپړه بريفنګ وركړے شو۔وزيراعظم غونډې ته په خپل خطاب كښې ووئيل د توان څانګه د لويې بحران سره مخ ده۔ده ووئيل د برېښنا ګرانو ګرانو لوظ نامو پيټې نه يوازې عام وګړي بلكې صنعتي څانګه هم ځپلې او د ارزانې برېښنا وركولو په هڅه كښې د ګرديشي قرضونو غر اودرولے شوے۔د كومې ټول فشار چې به دولتي خزانه راغلے ۔وزيراعظم سپارښت??ه وكړه چې د سبسډي نظام منصفانه٬سپيځلے او مستحقيقنو ته رسولو لپاره د غوره تګلارې رامخې ت?? كولو ته خاص پام لر??ه وكړئ۔وزيراعظم دا هم ووئيل د برېښنا په څانګه كښې د اصلاحاتو په اړه د برېښنا پیداواري ضروريات او د كال پھ مختلفو مياشتو كښې د استعمال د كمي زياتي شرح د پیداواري لګښت او د نرخونو په وجه په نورو څانګو د هغې اثراتو پشمول د بې??و برخو تر نظره ساتلو سره تګلارې وټاكئ چې دغسې نه يوازې دا څانګه د بحران ??ه ويستلې شي بلكې داسې طريقه كار اختيار كړے شي چې ډ تولو څانګو د توان ضروريات په غوره ډول ترسره شي