اسلام آباد 25 ستمبر (اے پي پي)وزيراعظم عمران خان وئېلي دي اولس او په خاص توګه د ټولنې كمزورو طبقو له د صحت معياري آسانيو وركولو ت?? حكومت پام لرنه كوي٬د پنجاب په دوه لويو ښارونو كښ?? دې د قامي صحت كارډ يونيورسل كورېج اجرا جاج واخستلے شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ پنجاب او خېبرپښتونخوا كښ?? د قامي صحت كارډ پروګرام ترمخه مستحقينو له د صحت معياري آسانيو وركولو په ??ړه د جاج اخستو غونډې مشرۍ كولو سره وكړه۔په غونډه كښ?? د روغتيا خاص مرستيال ډاكټر فيصل سلطان٬د پنجاب د روغتيا وزيرې ډاكټر ياسمين راشد٬د كے پي كے د روغتيا وزير تيمور سليم جهګړا او نورو سينئر افسرانو ګډون وكړو۔وزيراعظم ته ووئيل شول اوسني دور كښ?? د صحت آسانيو پروګرام د كار دائره د پنجاب صوبې ټولو 36 ضلعو ت?? رسولې شوې۔تراوسه 51 لكه كورنۍ پھ دې پروګرام كښ?? رجسټرډ شوي۔د پروګرام ترمخه هرې كورنۍ له تر 7 لكه 20 زره روپۍ د صحت آسانيو په لړ كښ?? وركړی كېږي۔وزيراعظم ته ووئيل شول په اوسني دور كښ?? د دې پروګرام څخه استفاده كوونكو شمېره زياتېږي۔غونډې ته ووئيل شول په كال 2020 كښ?? تراوسه 80389 كسان د دې آسانيو څخه استفاده كړی۔د رجسټرېشن په حقله ووئيل شول تېره يوه نيمه مياشت كښ?? 1لك 20 زره كورنۍ رجسترډ كړی شوي۔تراوسه 235 روغتونونه په پينل كښ?? شامل كړی شوي۔وزيراعظم ته ووئيل شول د پروګرام څخه د استفاده كوونكو كسانو د اړخه وركړي فيډ بيك له مخې 97.5 فيصده كسانو په دې پروګرام د اطمينان څرګندونه كړې۔په غونډه كښ?? په خېبرپښتونخوا كښ?? د قامي صحت كارډ يونيورسل كورېج په حقله په پېشرفت بريفنګ وركړے شو۔وزيراعظم غونډې ته ووئيل غريبو كسانو له د روغتيا آسانې وركول اختياري نه بلكې لازمي دي۔وزيراعظم د پنجاب د صحت وزيرې ته سپارښتنه وكړه چې د خېبرپښتونخوا په طرز په ابتدائي توګه د پنجاب په دوه لويو ښارونو كښ?? د يونيورسل كورېج په اجرا غور وكړي