ملتان 23 ستمبر (اے پي پي) خارجه وزير او د دربار عاليه حضرت بهاء الدین زکریا مل??ان?? سجاده نشين مخدوم شاه محمود قريشي وئيلي دي ??ند په پاكستان كښې اړے ګړے غواړي، د صوفياﺀ كرامو په تعليمات عمل كولو سره دې امن او ورورولې ته وده وركړے شي. ده دا خبرې د شورو په ورځ د نيمې وچې عظيم روحاني لارښود حضرت بهاء الدين زكريا ملتاني سهروري د 781م درې ورځني عرس په موقع د قومي زكريا كنفرنس وړومبنې نانستې ته د وېنا كولو په مهال وكړې. خارجه وزير ووئيل د ??ند پشمول د پاكستان دښمنان د پاكستان په ضد په سازشونو كښې بوخت دي. ??ند په پاكستان كښې انتشار خ??رول غواړي، بايد مونږ د دښمن په سازشونو ځان خبر كړو۔ده ووئېل مونږ له به يو موټې كېدو سره د دې سازشونو مقابله كول وي. خارجه وزير ووئيل پاكستان د پرمختګ په لار روان شوے او ډېر زر به د بدلون ګټه اولس ته ورسي. ده ووئيل خلق د لرې ځائ نه دلته روحاني سكون ترلاسه كولو لپاره راغلي ، دوي چ?? كومه مينه دلته مومي هغه كوم بل ځائ نشته. خارجه وزير ووئيل بايد مونږ د چا عقيده ونه چېړو، د عقيدو احترام د صوفياﺀ كرامو د تعليماتو مركزي نكته ده. ده زائرينو ته ووئيل دوي دې اتحاد بين المسلمين لپاره خپل كردار ترسره كړي. د دې څخه وړاندې خارجه وزير د عرس د دستورو پرانسته وكړه