ملتان ۔29 اګست (اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي وئيل دي جموں وكشمير كښی د هند پالېسي ناكامه شوې ده۔ د مقبوضه كشمير سياسي ګوندونه له نوې ډيلي متنفر شوي دي۔ هند د مذهبي آزادۍ ادعاګانې كوي۔ په مقبوضه كشنمير كښې په عزادارۍ او د محرم په غونډو بندېز لګولې شوې دې۔ هندي حكومت د كشميريانو حقونه غصب كړې دي۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده تېره ورځ ملتان كښې ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل سعودي عربستان سره زمونږ ښې اړيكې دي۔ زمونږ مشرت??به سعودي عربستان ته ځي او سعودي مشرت??به دلته راځي۔ ده ووئيل د محرم الحرام حوالې سره د ملتان انتظاماتو نه مطمئن يم۔ وروستو خارجه وزير امام بارګاہ حی??ری کمېټۍ څخه تر ??ول?? ګېټ چوک امن ریلی كښې ګډون وكړو۔ د رېلي په ختمېدو خارجه وزير هېواد ٬ قام او په خاص توګه محرم الحرام كښې د امن او امان په ځائې پات?? كېدو له خصوصي دعا وكړه۔