اسلام آباد 26 اګست (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي حکومت د هيواد برا??مد??ت زياتولو په لاره كښې ولاړ ټول خنډانو لري كولو له لوظي دے، په دې لړ كښې به برآمد کونكو له هر ممكنه آسانۍ وركولې شي، جولائی 2020ھ كښې سرپلس کرنټ اکاوَنټ او برا??مد??ت كښې پرله پسې نمو د دې خبرې عکاسي كوي چې د پاکستان معیشت په سم پلو روان دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده شورو په ورځ د پولټری،وريژو، فارماسیوټیکل او د ټیکسټائل بشمولو نورو لويو برآمد کنندګانو پلاوي سره د خبرو په مهال وكړه۔ وزیراعظم د خذمات په لړ كښې د برا??مد??ت په اړه د هيواد صلاحیتونو څخه استفادې کولو ته د پام لرنې په حاجت ??ور راوړو۔ ده د هيواد معیشت ښه كولو او د روزګار موقعې راپیدا کولو لپاره د برا??مد??ت کردار او اهمیت رامخې ته كړو۔ وزیراعظم په دې خبره د اطمینان څركندونه وكړه چې د کورونا وباء له امله د نړيوال اقتصادی بحران باوجود جولائی 2020ء كښې سرپلس کرنټ اکاوَنټ او برا??مد??ت كښې پرله پسې نمو د دې خبري عکاسي كوي چې د پاکستان معیشت په سم پلو روان دے۔ ده ووئيل هيواد كښې د صنعتونو پ??مختګ او د خپلو مصنوعاتو مسابقتی حیثیت زياتولو له حکومت د خام مال په اړه ګڼ ټيرف لائنز ډيوټيز ختم كړې يا هغې كښې كمے كړے شوے دغسې برآمد کنندګان او صنعت کارو له آسانيو له ری فنډز نظام هم سم كړے شوے۔ وزیراعظم ووئيل زمونږ حکومت په ’’میك ان پاکستان‘‘ پالیسۍ عمل كوي چې مقصد ئې په برا??مد??ت اډانه صنعت ته وده وركول دي، په دې لړ كښې تيرو دوو كلونو كښې کاروبار كښې آسانۍ راپیدا کولو پ??مول ګڼ اقدامات شوې ۔ په دې موقع برآمد کنندګانو د حکومت پالیسی اقدامات وستا??ل او د هيواد برا??مد??ت زياتولو په لړ كښې ئې ګڼ تجاويز هم وزيراعظم له وركړل۔ د صنعت او پیداوار وزير حماد اظهر، د خزانې صلاحكار ډاكټر عبد الحفیظ شیخ او د تجارت صلاحكار عبدالرزاق داؤد هم په دې مهال موجود و ؤ