اسلام آباد 25 جون (اے پي پي) پاکستان د ترهګرۍ پحقله د امريكې د خارجه څانګې د كال 2019 په كلن راپور د مايوسۍ څرګندونه كولو سره وئيلي دي راپور د ترهګرۍ او د ترهګرو د مالي اعانت مخ نيوي لپاره د پاكستان د هلو ځلو نفي ده۔ د زيارت په ورځ د خارجه دفتر وياندې د ترهګرۍ پحقله د امريكې د خارجه څانګې د كلن راپور په اړه د يوې پوښتنې په ځواب ووئيل د خپلواكه رياست په حېث پاكستان د خپلو ذمه وارو نه ښه خبر دے٬ د هر ډول خوندي ژالو په اړه تورونه م??ترد كوٶ، پاکستان به هېڅ كله نه يوې ډلې يا ادارې له د كوم هېواد په ضد د خپلې خاورې د كارلو اجازه ورنه كړي ۔ وياندې ووئيل د دې ??رع??س دا هم ھغه پاكستان دے كوم چې د بهرنيو او د غېر ملكي سپانسرډ ټي ټي پي٬ داعش او نورو ترهګرو ډلو مقابله كړې۔ وياندې ووئيل د دې ترهګرو ډلو د حقيقي ځايونو پحقله راپور كښې يا خو خاموشي اختيار كړې شوې يا ??به?? پرېښودې شوي ۔ وياندې ووئيل اګرچه په د?? راپور كښې ??ا تسليم كړې شوې چې په د?? منطقه كښې ??لقاعده ته سخت زيان رسولے شوے خو په راپور كښې ?? القاعده په خاتمه كښې ?? پاكستان مهم كردار نظر انداز كړے شوے۔ وياندې ووئيل دغسې په د?? راپور كښې په پاكستان كښې ?? ترهګرۍ بريدونو كښې ?? تندوالي په ځاې د كمي اعتراف شوے خو دا خبره نظر انداز كړې شوې چې دا يوازې د پاكستان د ترهګرۍ مخ نيوي مستحكمې هلې ځلې او د ټولو ترهګرو ډلو په ضد د امتياز نه غېر په كاروائيو ممكنه شوې۔ وياندې ووئيل پاكستان د يو اېن اېس سي 1267 سيکشن (1267 سينكش) رجيم له م??ې د نومولے شوو ادارو او كسانو اثاثې منجمد كولو او د فنډز فرييز كولو په اړه د خپلو ذمه وارو لپاره پبشپړ عزم لري٬ په د?? وروستيو كښې پاكستان د يو شمېر لغوه ډلو د مشرانو په ضد قانوني كاروائي كړې او سزاګانې ئې ورته اورولي، كومې چې امريكې هم تسليم كړې خو په د?? راپور كښې ?? ھغې هېڅ ذكر نشته