اسلام آباد 24 جون (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د ټائيګر فورس موثره كارولو او غوره كاركردګۍ لپاره د ډېجيټل ټېكنا??وج?? كارولو مهمه پرېكړه كړې ده . د شورو په ورځ د وزيراعظم د كامياب ځوان پروګرام لخوا جاري خبرپاڼې له مخې د وزيراعظم خاص مرستيال عثمان ډار لخوا په جيو ټېګنګ مشتمل موبائل اېپليكېشن جوړ كړے شوے. عثمان ډار وئيلي دي د ډېجيټل ټېكنا??وج?? د لارې به ذمه وارې په اسانې سره مانېټر كړې شي. اسسټنټ كمشنران، اېس اېچ او او پرائس كنټرول مجسټرېټ به هم اېپ سره منسلك وي. ده ووئيل د اېس او پيز خلاف ورزي كوونكو په ګوته كولو او په ??وق?? كارروائي به ممكنه شي. د پنجاب انفارمېشن ټېكنا??وج?? بورډ لخوا د جوړ شوي اېپ ټېسټ رن ترسره شوے. راتل??نك?? اونۍ به د ټول هېواد په كچه اېپ اجرا شي. د وزيراعظم خاص مرستيال ووئيل ټائيګر فورس به خودساخته ګراني هم په ګوته كولې شي. د ماسك نه اچوونكو خر??دارو او دوكاندارانو په ضد به په سمدستي توګه كارروائي ممكنه شي. د ټائيګر فورس كاركردګي او رضاكارانه چارې به مانېټر كولې شي. ده ووئيل د قومي خدمت غوره مظاهره كوونكو ځوانانو سره به وزيراعظم په خپله ملاقات كوي.