اسلام آباد 11 جون (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير سناتور شبلي فراز وئيلي دي چې د خواجه آصف وينا د كرونا وائرس وبا له امله په منطقه او نړيواله كچه د رامخې ته شويو حالاتو نه په بشپړه توګه د لاعلمۍ څرګندونه ده، د ھغه ??يا?? د تضاداتو مجموعه او د حقائقو مسخ كولو هڅه ده، مخالفه ډله دې د سياس?? كولو لپاره د اولس ژوند سره لوبې نه كوي،سياسي شعبدہ باز د پارلمان فورم استعمالولو سره اولس بې لارې كولې نه شي، د ماضي حكومتونو د خوږ هېواد ادارې تباه كولو سره بې لارې كړې دي۔ د زيارت په ورځ خپل ??يا?? كښې وفاقي وزير ووئيل عمران خان د هېواد سمت سمولو سره د خوشحالۍ او پرمختګ په لاره اچولې دې، د پاکستان اولس باشعور دي٬ د ملکي مفادو په ځائ خپلو ذاتي مفاداتو ته ترجيج وركوٶنكي اولس نور بې وقوف نه شي جوړولې، د ماضي حكومتونو ذاتي مفاداتو او ګټو لپاره ادارې شلې (مفلوج) كړې دي،د خپل منشور له مخې مونږ په ادارو كښې اصلاحا?? كولو سره سروس ډليوري ښه كوٶ،د وزيراعظم عمران خان پ?? مشرۍ كښې د ټولو چېلنجو??و په ښه ډول مخنيوي كوٶ۔ ده ووئيل مخالفه ډله د مثبت تجويزو??و په ځائ سياس?? كوي، وزيراعظم عمران خان قام د كرونا وائرس وباء څخه د محفوظ ساتلو او د لوږې نه بچ كولو لپاره اقداما?? كوي