اسلام آباد 10 اپریل (اے پی پی) د وزیراعظم د غريبۍ ختمولو او سماجی تحفظ خاص مرستيالې ډاكټ?? ثانیه نشتر وئيلي دي خوارې كښه طبقه احساس ایمرجنسی كیش پروګرام كښې د اېس اېم اېس د لارې شاملولو تګلارې په اړه خبرتيا ته اړټيا ده۔ د جمعې په ورځ خپل يو بيان كښې ډاكټ?? ثانیه نشتر ووئيل داسې خوارې كښ كوم چې د كرونا وائرس له امله بې روزګاره شوي او د هغوي روزګار ځپلې شوې او د حكومت د اړخه د احساس ایمرجنسی كیش پروګرام 12000 روپۍ مرسته ترلاسه كول غواړي ٬ هغوي دې پ?? سمدستي توګه په 8171 خپل د شناختی كارډ لمبر راوليږي۔ ځواب كښې كه هغوي ته اېس اېم اېس ترلاسه شي چې د هغوي د اهليت په اړ?? د ??وائف جانچ پړتال كيږي نو د بل اېس اېم اېس انتظار دې وكړي هغوي ته به د اهليت يا د نه ځواب وركولې شي۔دې ووئېل كه اېس اېم اېس ترلاسه شي چې هغه د روپو لپاره اهل دے او د روپو ترلاسه كولو له د اېس اېم اېس د لارې خبر كړې شي نو بيا دې هم انتظار وكړي۔ او چې كله په اېس اېم اېس ورته ورځ اوښودلې شي بيا دې متعلقه ځاې ته لاړ شي۔دې ووئېل حكومت احساس ایمرجنسی كیش پروګرام ترمخه خوارې كښو له 12000 روپۍ وركوي۔ دې ووئيل جعلی اېس اېم اېس ته دې پام اونه كړې شي كوم اېس اېم اېس چې د 8171 څخه ترلاسه كيږي هغه به اصل وي۔دا خبره دې ياده وي چې د دې پروګرام ترمخه په ټول هيواد كښې مستحقو كسانو ل?? د ??رستې وركولو سلسله پيل شوې او په لري پرتو سيمو كښې د ډسټری بیوشن سینیټرو بشپړه انتظامات شوي