اسلام آباد ۔ 6 اپرېل (اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجرا??ي د كورونا وائرس نړيوالې وباﺀ ځپلو هېوادونو لارښودو او حكومتي مشرانو ته چيټۍ استولې دي۔ د سېنېټ سېكرټرېټ له مخې د سېنېټ چيئرمېن د کورونا وائرس د لاسه په شوي ځاني زيان د پاكستان پارلمان او اولس لخوا د غم دړد او افسوس څرګندونه كولو سره وئيلي دي كورونا وائرس وباﺀ يو لوئي نړيوال چېلنج دے كوم چې هر وګړې ځ??لې دے۔ د سېنېټ چيئرمېن خپل خط كښې وئيلي كه يو اړخ ته دې ستونزې تباهي خپ??ه كړې نو بل اړخ ته دې سره نړۍ ته د يو كېدو يوه ځانګړې موقعه هم ترلاسه شوې ۔ د سېنېټ چيئرمېن الماني چانسلرې٬ د سپېن او اطاليا وزيراعظمانو ته خطونه ??يك??ي او د پاكستان لخوا ئې دوئي ته د هر ډول مرستې وړاندېز كړے۔ د سېنېټ چيئرمېن د بېلا روس کونسل آف ری پبلک (قومی اسمبلۍ) سپیکر، د پولېنډ مارشل آف سېنېټ او پاكستان كښې د برونائی دارالسلام سفير ته هم خطونه ??يك??ي ۔ د سېنېټ چيئرمېن ووئيل د كورونا د لاسه په شوي ځاني زيان د زړه نه ډېر خفه يم۔ ده د پاكستان پارلمان او اولس لخوا ځپليو كورنيو سره د زړه نه غمرازي او د افسوس څرګندونه وكړه۔ ده ووئيل پاكستان د نړۍ په رنګ په سماجي فاصله او اح??يا??ي تدبيرونو سختۍ سره عمل كوي۔ ده ووئيل د پاكستان پارلمان او اولس په دې سخت وخت كښې تاسو سره ولاړ دي او هر ډول مرستې كولو له چمتو دي۔ ده هيله ولرله چې په ګډه هڅو كولو سره به په دې ستونزه ډېر زر قابو اومومؤ