اسلام آباد 20 مارچ (اے پی پی) د خزانې وزارت د کرونا وائرس مخنيوي لپاره وزارت او ذیلی دفترو كښې احتیاطی تدابیر په لړ كښې ضروری هدایات جاری کړې دي۔ د وزارت د اړخه ملازمانو او عملې لپاره جاری شوي هيلته ایډوائزری كښې ملازمان دې د يو بل سره ستړي مشي نه كوي۔ ملازمان او عمله دې د فل??، تبي یا ټوخي په صور?? كښې ماسك استعمالولو او ډسپنسری څخه د داروګانو اخستلو سپارښتنه شوي، كه حاجت وي نو داسې ملازمانو له به رخصتي وركولې شي۔ د عملې غړو ته وئيلي چې مارچ او اپریل مياشتو كښې په اسلام آباد كښې د پولن سیزن وي او په دې ورځو كښې فل?? ، ټوخې او د تبي شکایت وي په دې اړه څه ډول خفګان حاجت نشته بلکه احتیاطی تدابیر اختیارولو ته اړټيا ده خو پرله پسې تبې ، اوچ ټوخي او د مرۍ او سینې انفیکشن په صور?? كښې دې د تاخير نه غير طبی مرسته ترلاسه كړې شي۔ ملازمانو ته وئيلي شوي چې غیر ضروری غونډو څخه دې ډډه وكړې شي او سرکاری مقصدونو لپاره كه ممکن وي نو د تيلي فون د لارې دې رابطو ته ترجیح وركړې شي۔