اسلام آباد 08 فروري (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قريشي وئيلي دي چې په خارجه وزارت كښې قائم كشمير سېل د كشمير مسئله په نړيواله كچه په ډاګه كولو لپاره كردار ترسره كوي، پاكستان به د خپلو مظلوم كشميري وروڼو د خپلواكۍ جائز حق ترلاسه كولو په ه??و كښې د دوي سياسي، سفارتي او اخلاقي مرسته روانه ساتي. خارجه وزير دا خبرې د خالي په ورځ ?? آزاد كشمير د پارلماني مشرانو د يوې مهمې غونډې د مشرې كولو په مهال ??كړ??. په غونډه كښې ?? آزاد كشمير وزيراعظم راجه فاروق حېدر خان، د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير علي امين ګنډا پور، د پاكستان تحريك انصاف ?? آزاد كشمير صدر بېرسټر سلطان محمود چوهدري، ?? آزاد كشمير اسمبلۍ سپيكر غلام قادر او ?? آزاد جمو كشمير پارلماني مشرانو ګډون وكړو. په غونډه كښې په مقبوضه جمو كشمير كښې د تېرو شپږو مياشتو نه هد پرله پسې كرفيو او د بشري حقونو څخه سختې سرغړونې په نړيواله كچه په ډاګه كولو لپاره د راتلونكي وخت په حكمت عملې تفصيلي مشاورت ??كړ?? شو. خارجه وزير خارجه دفتر ته په راتګ ?? آزاد كشمير د پارلماني مشرانو مننه وكړه. ?? آزاد كشمير پارلماني مشرانو د فرورې په 5مه نېټه ?? آزاد كشمير د قانون ساز اسمبلۍ شريكې غونډې ته د وزيراعظم عمران خان د وېنا ستائنه وكړه. خارجه وزير په تج??يز??نو وركولو د دوي مننه هم وكړه. خارجه وزير ووئيل چې په خارجه وزارت كښې قائم كشمير سېل د كشمير مسئله په نړيواله كچه په ډاګه كولو لپاره كردار ترسره كوي، پاكستان به د خپلو مظلوم كشميري وروڼو د خپلواكۍ جائز حق ترلاسه كولو په ه??و كښې د دوي سياسي، سفارتي او اخلاقي مرسته روانه ساتي.