صوابې 18 جنوري (اے پي پي) د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر وئيلي دي چې چين تل د پاكستان ملګرتيا كړے، مونږ ?? كشمير په معامله د چين د ملاتړ مننه كوو. په صوابې مرغز كښې د فري آئي كېمپ دورې كولو نه پس خبريالانو سره په خبرو كښې ده ووئيل چې ?? كشمير په مسئله د چين لخوا د پوزيشن نه بدلولو هركلې كوو. ده ووئيل چې هند په مقبوضه كشمير كښې د ??از?? په طرز د حراستي مركزونو جوړولو پلان جوړ كړے. كه نړۍ په كشمير كښې د هند په ظلمونو آواز پورته نه كړو نو د اندېښمن صورتحال په نتيجه كښې انساني الميه پېدا كېدې شي.