اسلام آباد 28 دسمبر(اے پي پي) د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردو?? عاشق اعوان د پيپلز ګوند چيئرمېن بلاٶل بهټو زر??ار?? مخاطب كولو ????ه وئيلي دي چې كال 2020 به د اولس د خوشحالې او د قومي پرمختګ كال وي، د خپل كور لاړكانه څخه د ماتې خوړونكو د خولې نه په نوي كال كښې د نويو ټاكنو خبره ټوقې او د بي بي شهيدې د فلسفې په ضده ده. په ټويټر په خپل پېغام كښې د وزيراعظم خاص مرستيالې ووئيل چې د لاړكانه اوسنې ماتې د كرپشن په ضد د اولس لخوا د بغاوت اعلان دے. هغې ووئيل چې بلاول صاحب د پاكستان اولس د لسيزو څخه د دوه كورنيو اقتدار رانسكورولو ??ره د وزيراعظم عمران خان په مشرې كښې رښتينې اولسي راج قائم كړے دے. ډاكټر فردو?? عاشق اعوان ووئيل چې د مخالفې ډلې مشرتابه د سياسي منافقت بدتره مثال دے. هغې ووئيل چې دوي په يوه ساه كښې د جمهوريت ملاتړ او په بله كښې مخالفت كوي. خاص مرستيالې ووئيل چې كله د?? په خپله په اقتدار كښې وي نو حكومت به آئيني موده پوره كوي او كه اولس اقتدار عمران خان ته وركړي نو د دوي طبيعت بيا ولې خراب دے.