اسلام آباد ۔ 15 نومبر (اے پي پي) پاکستان د اسرائيلې قابضو ځواكونو په بريدونو كښې د يو شمېر بې ګناه فسلطييانو د شهادت غندنه كو??و سره وئيلي دي نړيواله ورورولي دې د جارحانه كاروائيو خبر واخلي۔ د جمعې په ورځ د خارجه دفتر لخوا د جاري شوي بيان له مخې پاکستان د اسرائيلې قابضو ځواكونو په بريدونو كښې د يو شمېر بې ګناه فسلطييانو د شهادت غندنه كړې ده او وئيلي دي د نړيوالې ورورولۍ ذمه واري ده چې د دې جارحانه بريدونو په سمدستي توګه خبر واخلي ك??مه چې د نړيوالو بشري قوانينو خلاف وزي ??ه۔ وياند وو??يل پاكستان په دې خبره باور لري چې د فلسطين مسئلې مستقل حل په نړيواله كچه د كال 1967 د متفقه پولو په بنياد او القدس شريف د پايه تخت په توګه د عمل جوګه او د آزاد فلسطينې رياست په جوړولو كښې مضمر دے