ټوکیو ۔ 23 اکتوبر (اے پی پی) اولس مشر ډاکټر عارف علوی د جاپان وزیراعظم شنزو ایبے سره وزيراعظم آفس كښې ملاقات وكړو او ده سره ئې جاپان كښې د اوسني سمندري طوفان هګي بېس په نتيجه كښې په شوي ځاني زيان د غم دړد او افسوس او د ژوبل شويو زر روغتيا له د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ اولس مشر ده ته د جاپان باچا په تاج پسرولو مباركي وركړه او هيله ئې ولرله چې دې سره به د جاپان اولس لپاره د لا سوكالۍ او پرمختګ نوې دو?? پېل شي۔ اولس مشر د دو??ړو هېوادونو ترمينځھ د دوه اړخيزه ګټورو اړيكو او په خاص توګه د سرمايه كارۍ ٬ تجارت ٬ د بشري وسائلو پرمختګ او د دو??ړو هېوادونو ترمينځھ رابطو ته د ودې وركولو په حاجت زور راوړو۔ ده ووئيل د پاكستان 60 فيصده آبادي 30 كالو څخه د كم عمر په ځوانانو مشتمل ده او جاپان كښې آبادي مخ په كمېدو ده۔ اولس مشر ووئيل د دو??ړو هېوادونو اقتصادي ګټو له دو??ي كارول كېدې شي۔ اولس مشر په دې مه??ل مقبوضه كشمير كښی د بشري حقونو د ناوړې وضعې ذكر هم وكړو او د جاپان وزيراعظم ته ئې د كشميري اولس د بنيادي حقونو بحالۍ له په هند د زور راوړلو ووئيل۔ د جاپان وزیراعظم د جاپان باچا تاج پسرولو دستوره كښې په ګډون كولو د اولس مشر مننه وكړه او هيله ئې ولرله چې دې ډول دو??و سره به د دو??ړو هېوادونو ترمينځه اړيكې لا مضبوطولو كښې مرسته ترلاسه شي(وا/وا/1254)۔