اسلام آباد21 اکتوبر (اے پي پي) د وزيراعظم د اطلاعات او خپرونو خاص مرستيالې فردوس عاشق اعوان وئېلي دي پاكستان او عمران خان لازم او ملزوم دي٬د استعفٰی غوښتنه كوونكي هېواد عدم استحكام سره مخ كول غواړي٬د اپوزېشن رهبر كمېټۍ ته پھ خپله د لارښوونې ضرورت دے ٬پھ كمېټۍ كښې شامل سياستمدار په زندان كښې د سزايافته بنديوانو په اشارو چلېږي٬ 27 اكتوبر توره ورځ ده او پھ دې ورځ ټول قام د مظلومو كشميريانو بيانيې ته تقويت وركولو له لوظي دے٬احتجاج كول د مولانا فضل الرحمان آئيني او جمهوري حق دے٬حكومت به اولس يرغمالېدو له ورنه كړي٬بلاول ??هټ?? ته هغه وخت ياد نه دے چې په لاړكانه كښې ??هټ?? څنګه مړ شو۔دې د ګل په ورځ پي آئي ډي كښې خبري كنفرنس ته وېنا كوله۔ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل د هند د ا ړخه په كنټرول لائن خلاف ورزۍ پاك پوځ په وخت كاروائي كولو كښې ثابته كړې چې مونږ د خپلې دفاع څخه بې غوره نه يو ٬دې و??ئيل پاك پوځ يو ځل بيا د هغوي بې بنسټھ ډنډوره نړۍ ته په ډاګه كړه او دا يې ثابت كړه چې د هند د اړخه كومه ډنډوره كېږي هغه رښتيا نه لري ۔دې و??ئيل تر خپل مينځه سياسي اختلافات كېدې شي خو په قامي بيانيې مونږ يو موټې يو او د هندي جارحيت د ځواب وركولو صلاحيت لرو۔دې و??ئيل بلاول ته هغه وخت نه وه معلومه چې په لاړكانه كښې ??هټ?? څنګه مړ شو كوم بھټو چې هغوي ژوندې ساتلو هلته اولس او ماشومان د لوږې مړه كېدل او وګړي د غريبۍ سره مخ دي ۔ خاص مرستيالې و??ئېل د امن وضعه ښه نه وه خو بلاول د خپلو ناكامو او بدانتظاميې په ځاې په وفاقي حكومت تنقيد كولو۔د عمران خان سره په بغض اډانه د هغه بيان دې پلو اشاره كوي چې هغوي په عدالتونو كښې خپله بې ګناهۍ ثابتولو له كوم دستاويز نه لري او كله چې هغوي قانوني دفاع نه شي كولې نو پھ مېډيا خپل عدالت لګوي او د وزيراعظم په ضد ناوړه خله خوزوي ۔دې و??ئيل پاكستان پيپلز ګوند په څه وخت كښې د وفاق ګوند ؤ خو نن هغه د كرپشن په سوب د مولانا فضل الرحمان سره ولاړ دي او د هېواد د امن خرابولو هڅې كوي خو مونږ د دې څخه غافل نه يو۔دې و??ئيل حكومت ته معلومه ده چې رهبر كمېټۍ ته پخپله د لارښوونې اړتيا ده۔دې و??ئيل په حب كښې وزيراعظم د 1320 مېګاواټ د توان پروژې پرانسته كړې كومه چې د وزيراعظم د پسمانده سيمو پرمختګ او څوكالۍ لپاره د عزم څرګڼدونه ده۔ډاكټر فردوس عاضق اعوان ووئېل د ګوادر بندر ځاې به په نومبر كښې آپرېشنل شي او دې سره به ټرانزټ شيمپينټ پېل شي۔د دې اقداماتو سره به د بلوچستان محرومو طبقو ته د هغوي حق ترلاسه شي۔دې و??ئيل دا مهال پھ كراچۍ كښې د غلو راج دے خو وزيراعظم د سندھ او بلوچستان د معاشي او اقتصادي پرمختګ پروژو جاج اخستې او يو تګلار يې وضعه كړی او هغه ستونزې كومې چې د صوبائي حكومتونو زده واريه ده هغه به وفاقي حكومت لرې كوي۔د يوې پوښتنې په ځواب دې و??ئيل مولانا فضل الرحمان د پرلت په اړه تراوسه كنفيوز دے كله چې هغه په څه نتيجه ورسي نو حكومت به هم خپله تګلاره وضعه كوي۔دې و??ئيل احتجاج د مولانا آئيني او جمهوري حق دے خو د احتجاج په نامه د څه بل څه كولو اجازه به ورنه كړې شي ۔ دې و??ئېل داسې ښكاري چې هغه خپل فورس د بريد لپاره چمتو كوي۔دې و??ئيل مدرسو ته ماشومان د زده كړې لپاره ځي خو په مدرسو كښې كه هغوي له چې كومه تربيه وركړی كېږي او د محسوس ايجنډې ترمخه هغوي راپارولې كېږي نو حكومت به تګلاره جوړوي۔دې و??ئيل د اولس د مال او ځان حفاظت په حكومت فرض دے او په دې كښې به هېڅ بېغوري اونه كړي ۔دې و??ئيل مولانا فضل الرحمان لس كاله د كشمير كمېټۍ چيئرمېن پاتې شوې خو تر نننه هغه د كشميريانو لپاره احتجاج يا جلوس نه دې كړې۔دې و??ئيل عمران خان دا وخت د پاكستان حاجت دے او په اوسني صورتحال كښې د هېواد او قام سره يوازنې آپشن عمران خان دے۔ډاګټر فردوس عاشق اعوان ووئېل اپوزېشن لويې تكليف دا لري چې په وړومبي ځل سول او ملټري قيادت يو موټې دے٬د ډاكټرانو د احتجاج په حقله دې و??ئيل حكومت د ډاكټرانو جائزو غوښتنو اورېدو له چمتو دے۔خاص مرستيالې و??ئېل د عمران خان پرلت د قانون حكمرانۍ لپاره ؤ هغه يو كال د څلورو حلقو د پرانستلو خبره كړې و?? خو انصاف نه ؤ وركړې شوے ٬مولانا فضل الرحمان دې اووئي چې هغه د ټاكنو په ضد كوم يو پيټشن دائر كړې دې و??ئېل ټول قام ته معلومه ده چې دا د اقتدار څخه د محرومۍ دړ?? دے بايد دا د اولس دړد سره اونه تړلې شي۔