اسلام آباد ۔ 13 اګست (اے پی پی) او??س مشر ډاكټر عارف علوي د ګل په ورځ د لوئې اختر لمونځ فېصل مسجد كښې ادا كړو او هېواد او قام لپاره ئې د امن ، پرمختګ او سوكالۍ دعاګانې وغوښتلې۔ او??س مشر مقبوضه کشمیر كښې د هند ظلمونو او بربريت سره مخ كشميري او??س او د كشمير مسئلې حل له هم خاص دعاګانې وكړې۔ د ګل په ورځ د سماجی رابطې په وېب سائټ ټویټر خپل يو پېغام كښې ډاکټر عارف علوی ووئيل چې د قربانۍ اختر د حضرت ابراهيم علېه السلام د يوې سترې قربانۍ ياد تازه كولو موقع راكوي۔ ده ووئيل ” زمونږ زړونه د مقبوضه كشمير وروڼو او خوېندو سره دي كوم چې دا مهال د هند سختو ظلمونو سره مخ دي۔ ” او??س مشر ووئيل كه لوئے څښتن ته منظور وي نو د دوي د آزادۍ ورځ لرې نه ده۔ ده په دې مهال ټول قام او كشميري وروڼو ته هم د اختر مباركي وركړه۔ ده ووئيل کشمیرې او??س د خپلواكۍ خپل حق ترلاسه كولو له ځانګړې قربانۍ وركوي۔ او??س مشر ووئيل پاکستانې قام خپلو كشميري وړونو سره سم ولاړ دې او ددوئي سياسي سفارتي او اخلاقي ملاتړ به دوامد??ر ساتي۔