واشنګټن 22 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې د لوبو په څانګه او په خاص توګه په كركټ كښې به اصلاحات كولې شي٬ په راتلونكي نړيوال كپ كښې به وظيفه اي لوبډله لوبغالي ته ??ېږو۔ په كېپټل ون اېرينا كښې د پاكستانې ټولنې تاريخي غونډې ته ??ه خپله وېنا كښې وزيراعظم باور وركړو چې د نړيوال كپ نه پس ئې پرېكړه كړې چې كركټ به درست كړو۔ ده ووئيل چې ما ته ??علومه ده چې زياته ??ايوسي شوې خو زما الفاظ ياد ساتئ ان شا الله په راتلونكي نړيوال كپ كښې به غوره لوبډله وړاندې كوو۔ وزيراعظم ووئيل چې مونږ ته ??ه اصولو خپل هېواد ودرول دي٬ الله تعالٰي زمونږ قوم ته ??ېلنټ وركړے او چې چرته ??م تللي دي٬ په محنت ئې ځان بره بوتللې۔ ده ووئيل چې ده په انګلستان كښې كركټ زده ك??ې او د پاكستان لوبغاړو ته د خپل معيار ښه كولو په باره كښې ښودل دي۔ وزيراعظم ووئيل چې په پاكستان كښې د كركټ ډېر ټېلنټ دے او مونږ ته دا ټېلنټ رامخې ته ??ول دي۔ ده د اسټراليا د كركټ د ادارې ستائنه وكړه كومې چې د ټول هېواد څخه ذهين لوبغاړي خوښ كړي دي۔