پېښور 28 فروري (اے پ?? پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر شاہ فرمان ټرانسپورټرانو ته تګ راتګ كښې د پاك پوځ مرستې او ??عا??نت لپاره د كردار لوبولو غږ كړے دے۔ د اېمرجنسۍ په صورت كښې ټولې س??ل ادارې چمتوكړې شوي٬ ټرانسپورټران دې هم د ضرورت له مخې خپل كردار ترسره كړي۔ د پاك هند تاو تريخوالي په وضعه خپل بيان كښې ګورنر شاه فرمان ووئيل د هېواد سالميت او خپلواكۍ تحفظ لپاره ټول قام د پاك پوځ سره ولاړ دے او قام په مېړنو ځواكونو وياړ لري۔ ده ووئيل هند دې د امن خبره كمزوري اونه ګڼي۔ ده ووئيل د صوبې س??ل ادارې د پوځ ??عا??نت لپاره چمتو دي او د هېواد دفاع په خاطر به د هر ډول جارحيت په ضد بشپړ ځواب وركوي