اسلام آباد ۔ 01 فروری(اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي پاکستان د کشمیری اولس د هڅو پخوا هم ملاتړ كولو او بيا به هم كو ي۔ تر كومې چې كشميري اولس ته ?? خ??لو??كۍ ??نز?? نه وي ترلاسه دا ملاتړ به دغسې روان وي۔ د كشمير په اړه هندي رويې ته په ټوله نړۍ كښې سپك كتلې شوي ۔ عمر فاروق او محبوبه مفتي هم په دې وئيلو مجبور شوي چې كشميريان د پاكستان سره مينه لري۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ ايوان قائد كښې د نظريه پاكستان كونسل او پاكستان آبزرور ګډې كنفرنس ته وكړه۔ کانفرنس ته ?? آزاد جموں او کشمیر اولس مشر سردار محمد مسعود خان او نورو مهمو شخصياتو هم خطاب وكړو۔ د اطلاعات وفاقي وزير خپل خطاب كښې ووئيل د کشمیری اولس هلې ځلې د نسلونو هڅې دي۔ او څنګه چې په كشمير كښې د نسلونو نههلې ځلې راروانې دي?? دغسې پاكستان كښې هم كشميريانو لپاره زمونږ هڅې د نسلونو څخه دوام لري ۔ ده ووئيل مونږ كشمير سره تړون د زمكې نه د وينې او روح لرو۔ زمونږ وينه هم كشميريي اولس سره شرېكه ده۔ ده ووئيل د پاكستان هند سره د كشمير په مسئله بنيادي نقطه د نظر فرق دے۔ ده ووئيل موجوده حكومت كشمير كاز سره مخلص دے۔ وفاقي وزير ووئيل مونږ هند سره غوره اړيكې غواړو ولې په دې لار كښې تر ټولو لوئې خنډ د هند سوچ دے او هغه په هر حال كشميرې اولس خپل غلام ساتل غواړي ولې د ظلم خو آخر يو حد وي او كله چې ظلم زياتېږي نو ختمېږي۔ ده ووئيل پاکستان د کشمیری اولس د هڅو پخوا هم ملاتړ كولو او سباؤن كښې به هم كوي۔ ده ووئېل تر څو چې كشميري اولس ته ?? خ??لو??كۍ ??نز?? ترلاسه نه وي دا ملاتړ به دغسې روان وي۔كنفرنس كښې د مراكش٬ ملائیشیا، ترکيه او آذربائیجان سفيرانو او كشميري مشرتابه هم ګډون كولو