اسلام آباد ۔ 30 جنوری (اے پی پی) د قامي احتساب بېورو چيئرمېن جسټس جاوېد اقبال وئيلي دي بېورو كرېسي هې??اد لپاره د ملا د تير حېثيت لري۔ بېوروكرېسي د هې??اد په پرمختګ كښې مهم كردار لري۔د اعلی عدليې پشمول ما د هې??اد په بېلو ادارو كښې مهمې ذمه وارۍ ترسره كړې ځكه د بېوروكرېسي د مسئلو نه ??بر يم۔ نېب اداره په كال 1999ﺀ كښې جوړه كړې شوې او زه د تېرو 13 مياشتو څخه د نېب چيئرمېن په حېث خپله وظيفه ترسره كوم۔ په دې موده كښې د نېب يوې آزادې ادارو جوړولو له په زړه پورې هڅې شوې او روانې دي۔ په ټولو څانګو كښې د بشپړه اصلاحاتو د لارې نېب يوه فعاله اداره جوړه كړې شوې۔ كه د هې??اد ادارې مضبوطې وي نو هې??اد به مضبوط وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ??ه کابینه ډويژن كښې وفاقي سېكترانو ته خطا?? كښې وكړه۔ ده ووئيل دا پروپېګنډه وكړې شوه چې د نېب د لاسه بېوروكرېسي كار پرېښودې۔ د نېب د زرګونو په شمېر مقدمو جاج مو واخست نو معلومه شوه جې د بېوروكرېسي په ضد رامخې شوې مقدمې د نشت برابر دې۔ ده ووئېل دا يوه ناوړه پروپېګنډه وه چې مقصد ئې تورونه لګول او د بېوروكرېسي حوصلې ماتول وو۔ ده ووئيل د كرپشن ختمول يواځې د نېب نه ??لكې د ټولو اجتماعي ذمه واري ده۔ ده ووئيل مونږ له به د هې??اد پرمختګ او د بدعنوانۍ ختمولو له كار كول وي۔ د احتساب بېورو چيرمين ووئيل د نن نه 28 كاله وړاندې چې چا سره چې سورلي نه وه هغه نن په دبۍ او نورو هې??ادونو كښې د جائيدادونو او ټاورز مالكان دي۔ دوئي نه كه دا تپوس وكړې شي چې دا پېسه چرته نه ??اغله نو آيا دا جرم دے۔ ده ووئيل دا تپوس چې د 95 اربه ډالرو قرض چرته ولګولې شو زمونږ جرم دے ؟ ۔ ده ووئيل مونږ كوم سياسي ګوند سره تعلق نه لرو۔ جاويد اقبال ووئيل بېوروكرېسي بايد د كوم سياسي فشار په وړاندې سر ټيټ نه كړي۔ د سزا له يرې په ځائې كه يقين په لوئے څښتن وساتو نو مسئلې به حل شي ولې چې فتح ټول عمري د حق وي۔ ده ووئيل بېوروكرېسي بايد د قانون ٬ قاعدو ٬ ضابطو او آئين ترمخه كار وكړي۔ كه بېوروكرېسي د قانون ترمخه كار كوي نو نېب به تاسو ولې غواړي۔ ده ووئيل په وزارتونو او ډويژنو كښې بايد اداره جاتي نظام دومره ښه وي چې معاملې نېب ته لاړې نه ??ي۔ ده ووئيل د 13 مياشتو په لنډه موده كښې د نېب د كار كولو په تږلاره كښې ښكاره پياوړتيا رامخې ته شوې ۔ ده ووئيل دا پرېكړه شوې چې د نن نه پس به نېب د كوم سېكتر يا اېډيشنل سېكتر كه حاضر سروس يا ريټائرډ وي د شكايت به په ذاتي توګه زه جاج اخلم۔ دې څخه وورستو كه حاجت وو سوال نامه به ورلېږلې شي۔ ده ووئيل پنجا?? كښې د كمپنيو جوړولو د لارې د اربونو روپو بدعنواني شوې ۔ بلوچستان كښې پرمختيائي منصوبو كښې د بدعنوانۍ مخنيوي له فعاله ګامونه پورته كولې شي۔ د بلوچستان د درېو وزيرانو په ضد پلټنې روانې دي۔ ده ووئيل نېب د “احتساب ټولو لپاره” په پالېسۍ عمل كوي۔ چا سره به ظلم نه كېږي ۔ ده ووئيل د وائټ کالر کرائم پلټنيو له وخت او احتياط ته اړتيا وي۔ بهرنيو هې??ادونو كښې د جائيدادونو درك لګولو له د میوچل لیګل اسټنس مرسته ترلاسه كولې شي۔ ده ووئيل پخوا چې چاته پورته نشو كتلې كېدې نن هغه زاندان كښې پراته دي۔ وروستو د نېب چيئرمېن د بېلو سېكترانو د پوښتنو ځواب وركړو۔ په دې وفاقي سېكترانو د نېب د چيئرمېن مننه وكړه