اسلام آباد 30 جنوري (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپیکر اسد قېصر د مېرمنو د سياسي كردار ستائنه كولو سره وئيلي ??ي چې د ښځينه پارلماني غړو د قانون سا??ۍ په عمل او د پارلمان په نورو كاروائيو كښې كردار د ستا??نې وړ دې۔ سپيكر دا خبرې د شورو په ورځ د پاكستان انسټي ټيوټ آف پارلېمنټري سروسز (پيس) كښې د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ د ښځينه غړو په سياست كښې د كردار په اړه دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ ده ووئيل بېك بېنچرز ته په پارلماني كاروائيو كښې بشپړه برخې اخستو لپاره به بېك بېنچزر ډے خاص كولې شي٬ د ښځينه پارلماني غړو د قانون سا??ۍ په عمل او د پارلمان په نورو كاروائيو كښې كردار د ستا??نې وړ دے۔ ده ووئيل چې په خېبرپښتونخوا كښې مونږ مېرمنو لپاره سكولونه او پوهنتونونه جوړ كړ?? دي دغسې چې دوي په قامي چوكاټ كښې شامل كړې شي۔ ده ووئيل يو قام تر ھغه وخته پرمختګ نه شي كولې تر څو چې دوي ته ناريناٶ سره اوږه په اوږه د كار كولو موقعه ورنه كړې شي۔ اسد قېصر ووئيل د هېواد او قام پرمختګ لپاره به مونږ ټولو له هڅې كول وي