اسلام آباد ۔ 2 جنوری (اے پی پی) د پاكستان پارلمان تېر كال د فاټا خېبر پختونخوا كښې د ضم كولو د 25 آئيني بدلون بل په شمول د كارپورېټ سېكټر بحالۍ ٬ د لږ عمر?? بنديوانو ٬ د كوچنيانو او نرښځيانو حقونو تحفظ ٬ د نوو پوهنتونو جوړولو او د روغتيا او ميرين انشورنس په شمول د 33 قوانينو منظوري وركړې ده۔ د فاټا ضم كېدو سره د د??ه قبائلي سيمو د هېواد په مركزي سياسي او قانون چارو كښې د شاملولو لاره هواره شوې ده۔ د پارلمان سركاري ريكارډ ترمخه تېر كال پارلمان تر پخوانو قبائلي سيمو د سپريم كورټ او هائي كورټ د سماعت دائرې خپرولو قانون منظوري هم وركړې ۔ په تعليمي څانګه كښې پارلمان اپرنټس شپ اېکټ، شهید ذولفقارعلی بھټو میډیکل یونیورسټی ترمیمی اېکټ، نېشنل یونیورسټی آف سائنس اېنډ ټیکنالوجی اېکټ، نېشنل سکل یونیورسټی اسلام آباد اېکټ،کامسېټس ??ونیورسټی اسلام آباد اېکټ، انسټی ټیوټ آف سائنس اېنډ ټېکنالوجی بهاولپوراېکټ، نېشنل سوک اېجوکیشن کمېشن اېکټ، او د انسټی ټیوټ فارآرټ اېنډ کلچر اېکټ منظوری او د روغتيا په څانګه كښې پارلمان د اسلام آباد هېلت کئېر رېګولېټری اتھارټی اېکټ منظوری وركړې ۔ دغسې د كم عمر?? بنديوانو حقونو تحفظ له د جووینائیل جسټس سسټم اېکټ منظوري هم پارلمان وركړې ۔پارلېمان تېر كال فېډرل بنک فارکواپرېټو او کواپرېټو بنکنګ سېکټر و هاوس بلډنګ فنانس کارپورېشن (بدلون) ایکټ، د اولس مشر تنخا اومراعات بل، لیګل پرېکټشنرز اېنډ بارکونسل بل، ګېس انفراسټرکچر ډولپمنټ سېس او د برېښنا وېش او رسنې سره د اړوندو بلونو منظوري وركړې ۔ مئي كښې قامي اسمبل?? د ??نانس بل منظوري وركړه او دغسې په اكتوبر كښې ئې د ضمني ماليات بل منظوري وركړې ده ۔