اسلام آباد 27 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د پنجاب وزيراعلٰي عثمان بزدار عامو خلقو سره د ??اس??ې په وخت د دوي د ستونزې اورېدو تصوير كمنټ سره په خپل ټويټر اكاؤنټ پوسټ كولو سره وئيلي دي چې دا دے نوې پاكستان۔ په دې تصوير كښې د پنجاب وزيراعلٰي عثمان بزدار عام خلقو سره د ??اس??ي په وخت د دوي ستونزې اورېدلو سره ليدل كېدے شي۔ په تصوير كښې درې سپين ږيري مشران وزيراعلٰي سره پ?? يوه صوفه ??اس?? دي او هغه د خپلو ستونزو نه خبروي او وزيراعلٰي په خپلو لاسونو كښې د دوي خواست نيولې دے۔ وزيراعظم د پنجاب وزيراعلٰي د عاجزې او عام حلقو سره د نزدې روابطو نه م??اثر كېدو سره دا تصوير په خپل ټويټر اكاؤنټ شريك كړے او په خپل ټويټ كښې ئې په تصوير تبصره كولو سره وئيلي دي چې دا دے نوې پاكستان- يو تصوير د زر الفاظو نه ز??ات قدر و قيمت لري۔ د يادونې وړ ده چې وزيراعظم عمران خان د حكمران طبقې په شاهانه ژوند او عام وګړو نه د دوي په لرې كېدو په خپلو تقريرونو او بيانونو كښې وار په وار تنقيد كوي او تل ئې په كفايت شعارې٬ سادګې او عام خلقو سره په نزدې رابطه ساتلو زور راوړې۔