اسلام آباد 07 نومبر (اے پی پی)وزيراعظم عمران خان وئېلي دي د پاكستان تحريك انصاف حكومت خپل منشور عملي كولو لپاره پوخ عزم لري٬امن راوستل او د قانو?? حكمرانۍ ته حكومت پام لرنه كوي ٬د حكومتي وزيرانو د كاركردګۍ جاج اخستلو لپاره به د روايت بنياد كېښودلې شي ٬د احتساب نه د يرېدونكو عناصرو شور نه يو خوا حكومت اولس سره د شوو لوظونو تر سره كولو پخه اراده ??ري۔ده دا خبرې صوابۍ٬مردان٬چارسده٬نوښار او پیښور سره تعلق لرونكو د قامې اسمبلۍ غړو سره د خبرو په مهال وكړې۔كومو چې ده سره د شورو په ورځ د وزيراعظم په دفتر كښې ملاقات كولو۔د ملاقات په مهال د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر٬د دفاع وزير پروېز خټك٬دوهم وزير علي محمد خان ا و د وزيراعظم خاص مرستيال نعيم الحق هم موجود وو۔د اسمبلۍ غړو وزيراعظم د خپلو سيمو د ستونزو نه خبر كړو۔پھ ??ې موقع د خېبرپښتونخوا په مجموعي وضعه او په پرمختيائي پروژو هم خبرې وشوې۔وزيراعظم د اسمبلۍ غړو ته د دوي د سيمو د ستونز?? لرې كولو باور وركړو۔وزيراعظم ووئيل امن راوستل او د قانو?? حكمرانۍ ته حكومت پام لرنه كوي ۔ده ??وئيل پي ټي آئي پھ ډېرو سختو مالي حالاتو كښې حكومت سنبهال كړی٬زمونږ وړومبۍ ترجيح وه چې د دوستانو هېوادونو په مرسته پھ ??ې وخت كښې د هېواد معيشت مستحكم كړې شي چې دغسې د اولس ستونزې تر ممكنه حده ختمې شي۔وزيراعظم عمران خان ووئيل حكومت برآمدات زياتولو لپاره ايكسپورټ انډسټرۍ ته آسانې وركولو لپاره كار كوي٬دې سره سره وګړو لپاره د روغتيا تعليم او نورو آسانيو وركولو لپاره هم ھڅې روانې دي۔ده ??وئيل حكومت د 50 لكه كورونو پروژې سر به چرته چې خلق د كورونو آسانې ولري هلته به د معيشت پايه هم روانه شي او ځوانانو له به د روزګار موقعې په لاسو ورشي ۔عمران خان ووئيل په بېلا بېلو ښارونو كښې بې وزله خلقو ته د عارضي شيلټر او د دوه وخته خوراك وركولو په آسانې هم كار روان دې۔د اسمبلۍ د كومو غړو په حلقو كښې چې د بېنظيرانكم سپورټ پروګرام لخوا سروے نه ده شوې هغوي دې حكومت په دې لړ كښې خبر كړي چې دغسې پھ ??ې سيمو كښې زر تر زره د غربت سروے وكړی شي۔وزيراعظم ووئيل پھ ??ې وخت كښې هېواد سختو حالاتو نه تېرېږي خو ان??اﺀالله په راتلوونكو شپږو مياشتو كښې به واضحه بهتري تر نظره شي ۔ده ??وئېل دا هېواد لويې صلاحيت لرې٬په هېواد كښې لس كروړه آبادي د 35 كلونو نه د لږ عمره خلقو ده ??وم چې د هېواد د تقدير بدلولو صلاحيت لري