اسلام آباد 16 اکتوبر (اے پي پ??)د پاكستان مركزي بانك د نيمې وچې پاك او هند د نوميالي لېكوال تعليم پوهه او مصلح سر??ید احمد خان د شانداره خدماتو په اعتراف كښې (نن) د شورو په ورځ د اكتوبر په 17مه نيټه د 50 روپو يادګاري سكه جاري كوي۔ د بانك لخوا د جاري شوي بيان له مخې سر??ید احمد خان نيمه وچه كښې د پاك او هند نشاة الثانيه بنياد اښې وو او آخر دا چې په كال 1947 كښې پاكستان جوړ شو ۔ په 17م اكتوبر كال 2017 كښې د سر??يد احمد خان 200م سالګيره لمانځلې ش??ې وه او په دې موقع د سوئيلي آسياء د مسلمانانو خېرښګړې پحقله د سر??ید احمد خان د شاندارو خدماتو په اعتراف كښې وفاقي حكومت مركزي بانك ته د 50 روپو د يادګاري سكې جاري كولو ذمه واري سپارلې وه او مركزي بانك اوس يادګاري سكه د 17م اكتوبر كال 2018 څخه د اېس بي پ?? بېنكنګ سروسز كارپوېشن د ټولو فيلډ دفترو په كاٶنټرز جاري كوي چې پكښې تانبا 75 فيصده ٬ نكل 25 فيصده د سكې قطر 30 ملي ميټره او وزن ئې 13.5 ګرامه دے ۔ د سكې په مېنځ كښې د سر??يد احمد خان د يو رخ عكس دے٬ د عكس لاندې د سر??يد احمد خان الفاظ ليك دي او په غاړه ئې د 200مې سالګيرې ټ??ي ليك دي