اسلام آباد 04 اکتوبر (اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر سره د فرنټيئر كانټسبلري كمان??نټ معظم جاه انصاري د زيارت په ورځ د پارلمان په ودانې كښې ملاقات كړے ٬ د ملاقات په مهال په خېبر پښتونخوا كښې د امن او امان په م??موعي وضعه او د ترهګرې د خاتمې په چارو خبرې شوې۔ په دې موقع په خپلو خبرو كښې سپيكر په خېبر پښتونخوا كښې د امن او امان په وضعه د اطمينان څرګندونه كولو سره په امن ر??وستلو او د ترهګرې په كارروائي قابو موندلو كښې د فرنټيئر كانسټبلري د كردار ستائنه وكړه۔ ده ووئيل د ترهګرې خاتمه لپاره زمونږ د امنيتي ځواكونو ځوانانو لويې قربانې وركړې د كومو چې مثال نشته۔ ده ووئيل د امن ر??وستلو او د ترهګرې د خاتمې نه بغېر هېواد پرمختګ نه شي كولې۔ د فرنټيئر كانټسبلري كمان??نټ معظم جاه انصاري د قامي اسمبلۍ سپيكر د خېبر پښتونخوا پشمول په ټول هېواد كښې د امنيت او د امن ا و امان صورتحال نه خبر كړو۔ ده ووئيل فرنټيئر كانسټبلري د كوم هم بېړني صورتحال قابو كولو لپاره هر وخت چمتو ده او په هېواد كښې به امن ر??وستلو او د ترهګرې خاتمې لپاره د ك??مې قربانې نه ډډه نه شي كولې۔ ده د سپيكر لخوا د فرنټيئر كانټسبلري كمان??نټ لپاره د تاثراتو ستائنه كولو سره مننه وكړه۔