ملګري ملتونه ۔ 25 ستمبر (اے پی پی) د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي خپل كوېتي همڅنګ سره ملاقات كښې د دواړو هېوادونو ترمينځه د ملګرتيا اړيكو په شوي پېشرفت د اطمينان څرګندونه كړې ده۔ د وزير شاه محمود قرېشي او ?? كوېت خارجه وزير او دوهم وزيراعظم شېخ صباح خالد الحمد الصباح ترمينځھ دا ملاقات د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ 73 مې غونډې په مهال شوې ۔ ملاقات نه وروستو جاري كړې اعلاميه كښې دوه اړخيزه اړيكې مثالي ګرځولې شوې ۔ ?? كوېت خارجه وزير ملاقات كښې په دې خبره زور راوړو چې د دواړو هېوادونو ترمينځه په سياسي او اقتصادي مېدانونو كښې مرستې له موجوده مېكنزم د اړيكو مثبت پلو مخ په وړاندې بوتللو له مضبوط اداره جاتي بنياد وركوي۔ ه??ه شريكو اړيكو ته لا پراختيا وركولو له هم خوښې ښكاره كولو سره ووئيل په خاص توګه د توان په اړه د دواړو هېوادونو ترمينځه د مرستې پراخا موقعې شته۔ د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي ووئيل پاكستان كوېت سره د ورورولۍ اړيكو ته خاص پاملرنه كوي۔ د شريكې خوښې په چارو يو ډول دريځ او په خاص توګه د سيمه ايز امن ??و سلامتيا په حقله يو ډول نظريات د دوه اړخيزه اړيكو مهم اړخونه دي۔ شاه محمود قرېشي په دې مهال د خپل كوېتي همڅنګ پام پاكستان كښې د كركيلې څانګې سره تړلو صنعتونو او د خام تېلو لټون پشمول بېلو څانګو كښې د سرمايه كارۍ پلو ګرځولو سره ووئيل د وېزې ترلاسه كولو په لړ كښې شريكه مرسته زياتېدې شي۔ كوېتي خارجه وزير په دې مهال خپل پاكستاني همڅنګ ته زر تر زره ?? كوېت دورې كولو بلنه وركړه كومه چې ده قبوله كړه۔ دواړو لارښودو دا باور څرګند كړو چې دې ډول اعلی كچ دورو سره به د دواړو هېوادونو ترمينځه دوه اړخيزه مثالي اړيكې مخ په وړاندې بوتللو له مرسته ترلاسه شي