اسلام آباد 05 ستمبر (اے پي پي) پاكستان د هند دو??م هائي كمشنر خارجه دفتر ته رابللې او په لائن آف كنټرول د ډزبندۍ خلاف ورزو ئې غندنه كړی ده ۔د خارجه دفتر وياند لخوا د شورو په ورځ د بيان له مخې ډائرېكټر جنرل(سوئېلي آسياﺀ و سارك)ډاكټر محمد فېصل د هند دو??م هائي كمشنر رابللې او د كنټرول لائن د كوټ كوټېټرا سېكټر كښې د هند قابضو ځواكونو لخوا د ستمبر په 4مه نېټھ كال 2018 ډزبندۍ خلاف ورزو غندنه كرې چې په نتيجه كښې يې يو بې ګناه وګړې عبدالرؤف شهيد شوې كوم چې څاروي څرول۔د وياند له مخې هندي ځواكونو په كنټرول لائن او وركنګ باؤنډري سره 2 زره څخ?? زيات خلاف ورزۍ كړي چې په نتيجه كښې يې 32 بې ګناه وګړي شهيدان او 122 نور ژوبل شوي۔ ده ووئېل د هند لخوا د ډزبندۍ غېر معمولي خلاف ورزو لړۍ د كال 2017 څخ?? روانه ده او په دې موده كښې هندي ځواكونو په كنټرول لائن د ډزبندۍ 1970 خلاف ورزۍ كړې كومه چې د سيمه ايز امن او سلامتيا لپاره خطره ده ۔ډائرېكټر جنرل محمد فېصل په هند زور راوړو چې هغوي د 2003 د ډزبندۍ انتظام پاسداري وكړي او په كنټرول لائن د ډزبندۍ خلاف ورزۍ اوسنيو او نورو پیښو پلټنې وكړې شي ۔وياند زور راوړو چې هند دې د ملګرو ملتونو ځواكونو مبصرې ډلې له د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل قراردادونو له مخې خپل كردار ادا كولو اجازه وركړي