اسلام آ??اد ۔ 20 جولائی (اے پی پی) لنډ مهاله وزيراعظم جسټس (ر) ناصر الملك وئيلي دي بې وزله اولس ته د روغتيا اسانۍ وركولو له به د وزيراعظم قامي صحت پروګرام د يونيورسل هېلت كورېج مقصد ترلاسه كولو له مرستياله وګرځي۔ ده دا خبره د جمعې په ورځ وزيراعظم آفس كښې د قامي صحت پروګر??م په اړه د بريفنګ مشرۍ په مهال وكړه۔ د قامي صحت خذمات سېكتر کېپټن (ر) زاهد سعید د پروګر??م په تصور او دائر?? كار رڼا واچوله۔ ده وزيراعظم ته ووئيل دا پروګرام د بې وزلۍ ليكې څخه لاندې ژوند كوؤنكو بې وزله كورنيو ته د بېلو رسمي او شخصي اسانيو لپاره د روغتيا وېړيا خذماتو په توګھ خرڅونو له پېل شوے ۔ دا هم وو??يل?? شو تر دې دمه د ګرد هېواد په 38 ضلعو كښې 32 لكهه كورنۍ د دې پروګرام تر سېوري لاندې ثبت شوي ۔ غونډې ته دا هم وو??يل?? شوو چې د ترجيحي پېكج ترمخه د رنځورانو كورنيو ته د كورنۍ په سر دوه نيم لكهه روپۍ وركولې شي۔ په كومو كښې چې د زړه رنځوران ٬ پېښو سره مخ ٬ د لويو مرضونو سره مخ رنځوران ٬ د كېمو تھراپي ٬ رېډيو تھرابي ٬ سرجري او په نورو خطرناكو رنځونو اخته وګړي شامل دي۔ دغسې د كورنۍ په سر د 50 زره روپو يو بل پېكج كوم چې سېکنډری کئیر پېکج بللې شي وركولې شي۔ غونډې ته دا هم وو??يل?? شو مالي مرستې او دائر?? كار ته د پروګر??م په بل پړاؤ كښې به پراختيا وركولې شي۔ تر كال 2021ء به دا پروګرام د هېواد ټولو خلقو ته رسولې شي۔ وزیر اعظم د پروګرام مجموعي تصور ستائلو سره ووئيل دا پروګرام به د وزيراعظم قامي صحت پروګرام د يونيورسل هېلت كورېج مقصد ترلاسه كولو له مرستياله وګرځي