اسلام آباد 14 جولائي (اے پی پی) د قومي ا??ئر لائن لخوا د حج پروازونه پېل شول او د سركاري سكيم له مخې كامياب ګرځول شوي327 حاجيان د اسلام آباد څخه د پي كے 7003 پرواز د لارې مد??نې منورې ته روان كړے ش??ل۔ د مذ??بي چارو د وزارت چارواكو له مخې قومي ا??ئرلائن د حج پروازونه پېل كړي دي٬ وړومبې پرواز د كراچې د جناح نړيوالې هوائي اډې څخه مد??نې منورې ته تللې دے او دوهم پرواز د اسلام آباد څخه تللې۔ د پرواز نه وړاندې حاجيان د حج مناسك او د سعو??ي د قوانينو په اړه خبر كړے ش??ل۔ په دې موقع د سعو??ي د سفارت دوهم هېډ اف مشن حبيب الله بخاري ووئيل چې د سعودي حكومت حاجيانو لپاره غوره خدمات وركوي ا?? سږ كال به هم د حاجيانو د ښه خدمت كولو هڅه كولې شي۔ ده د پاكستان حاجيانو ته مباركي وركړه۔ په دې موقع د مذ??بي چارو د وزارت چاواكي ا??تاب احمد ووئيل چې د مذ??بي چارو وزارت د نور كلونو په شان سږ كال هم حاجيانو لپاره ښه انتظامات كړي دي۔ ده حاجيانو ته ووئيل چې تاسو د پاكستان سفيران ئې او په سعودي كښې د خپلې ژبې او اخلاقو د لارې ثابته كړئ چې پاكستانې يو ښه قوم دے۔ د اسلام آباد په هوائي اډه د حاجيانو روانېدو په موقع حاجيانو د خپل عبادت قبلېدو او د هېواد پرمختګ او خوشحالې لپاره دعاګانې هم وكړې۔