اسلام آباد ۔ 15 مئی (اے پی پی) د خز??نې وفاقي وزير مفتاح اسماعيل په سرو ټېكس كمولو ٬ د سركاري ملازمانو کنوینس الاؤنس او د صنعتونو ودې په لړ كښې د سېنټ په مجموعي توګه ?? 42 ??فارشاتو په كلي او جزوي توګه د منظورۍ اعلان كولو سره وئيلي دي زمونږ مقصد د هېواد مالياتي استحكام او جمهوريت ته وده وركول دي۔ غريب او كم آمدن لرونكو له چې په ټېكسونو كښې كوم ريليف وركړې شوې هغه د هېواد په تاريخ كښې مثال نه لري۔ بجټ كښې د كركيلې څانګې او د كروندګرو خېر ښېګړې له تاريخي ګامونه پورته كړې شوي ۔ د نهې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د خز??نې وزير مفتاح اسماعيل په بجټ 2018-19ء بحث راغونډولو سره ووئيل د بجټ وړاندېزونو په غوره جوړولو او لارښوونه د مخالفې ډلې غړو مننه كوؤ۔ ده د سندھ اعلی وزير لخوا د درېو مياشتو په بجټ وړاندې كولو مننه كولو سره ووئيل په دې نه پوهېږم چې ده د درېو مياشتو بجټ ولې وړاندې كړو۔ او درې مياشت وروستو په تنخاګانو كښې د زياتوالي په لړ كښې به ملازمان څه كوي۔ ده ووئيل د بلوچستان اعلی وزير د يوې مياشتې بجټ وړاندې كړې د هغه هم مننه كوؤ۔ ده ووئيل زمونږ مقصد د هېواد خېر ښېګړه او د جمهوريت استحكام دے۔ ده ووئيل د سېنېټ سفارشات مونږ لپاره د احترام وړ دي۔ ده ووئيل مونږ خز??نې لپاره د سېنېټ قائمه كمېټۍ چيئرمېن فاروق اېچ نائیک پشمول د ټولو غړو مننه كوؤ چا چې مونږ ته 157 سفارشات رالېږلي دي۔ په دې كښې د 108 تعلق پی اېس ډی پی سره ؤ كوم چې د منصوبه بندۍ كمېشن ته لېږلې شوي او پاتې 49 كښې 42 په كلي او جزوي توګه منظور كړې شوي دي۔ وفاقې وزيرووئېل حكومت په بجټ كښې د ژوند هرې څانګې سره تعلق لرونكو له ټېكس كښې ريليف وركړې كوم چې د هېواد په 70 كلن تاريخ كښې مثال نه لري۔ ده ووئېل په پټرول’ ډیزل د 30 ار??ه روپو كوم اضافي ټېكس نه دې لګولې شوې ۔ د پټرولیم لیوی په اپر حد كښې زياتوالې قانوني غوښتنه وه۔ هېواد كښې د غريبۍ ختمولو له د بېنظير انكم سپورت پروګرام فنډز يو په درې زيات كړې شوي ۔ د خز??نې وزير ووئېل د بېت المال بجټ مو د دوه ار??ه روپو څخه 6 اربه كړې او راروان مالي كال له دا 10ار??ه روپو ته رس??لې شوې۔ د ارزانې برېښنا رس??ې له د 150 ار??ه روپو سبسډي وركولې شي۔ ده ووئبل د هېواد برآمدات ښه شوي۔ مارچ كښې برآمدات 24 فیصد او اپرېل كښې 18 فیصده زيات شوي۔ درآمد اپرېل كښې 2 في??ده زيات شوي او دې كښې پرله پسې كمې كولې شي۔مفتح اسماعيل ووئېل 5 كاله كښې حكومت د 12230 مېګاواټ بریښنا اضافه وكړه۔ د قرض ختمولو لپاره ګامونه پورته كړې شول۔ د آئي ټي څانګې له د مراعاتو اعلان كولو سره وفاقي وزري ووئيل په آئي ټي خذماتو د كېش ايوارډ اجراﺀ كولې شي۔ په وفاقي پلازمينه كښی په آئي ټي د سېلز ټېكس شرح 15 في??د څخه 5 في??ده كولې شي۔ په ټولو سرو د ټېكس شرح 2 في??ده كړې شوې۔ سركاري ملازمينو له د مراعاتو اعلان سره ده ووئيل د ګرېډ 1 نه تر 16 تر ناوخته كار كوؤنكو ملازمانو په كنوينس الاؤنس كښې 50 في??د اضافه كولې شي۔ كم آمدن لرونكو له تر 25 لكهه روپو د كور په ټېكس كښې 50 في??ده كمې كولې شي۔په نان فائلر تر 40 لكهه روپو د جائيداد اخستلو حد 50 لكه كولې شي۔ ده ووئېل د ماچس جوړولو صنعت له سېلز ټېكس څخه د استثنیٰ اعلان كولې شي دغسې چې كاروباري هلې ځلې وده ومومي