ا??لا?? آباد 02 مئي (اے پی پی)د موسمياتي بدلون وفاقي وزير سناتور مشاهد ا??له خان وئېلي دي پاكستان پ??پل?? ګوند په خپل دور كښې د معيشت بېړه غرقه كړې٬د سندھ اولس به په راتلونكو ټول ټاكنو كښې د دوي حساب كوي٬د خېبرپښتونخوا حكومت د كرپشن خ??مو??و لويې خبرې كوي خو دوي چې د خپل احتساب كمېشن سره څه وكړل هغه د ټولو په وړاندې دي٬د توان بحران او د ترههګرۍ خاتمه مسلم ليګ(ن)وكړه٬ګراني 3 فيصده ته راغلې٬معيشت روان شوې٬په تېرو 70 كلونو كښې دومره برېښنا نه ده پیدا شوې څومره چې د اوسني حكومت په پنځه كلنه دور كښې شوې۔د پرمختګ په شرح كښې د كال 2013م نه پس دوه چنده اضافه شوې٬په كراچۍ كښې د ترهه ګرۍ د صورتحال ټولو ته علم دے٬د شريكې ګټې كونسل بائيكاټ د اولس په همدردۍ كښې نه سياسي لمبرو لپاره دے۔ده دا خبرې د سېنېټ په غونډه كښې د شورو په ورځ د راتلونكي مالي كال په بجټ بحث كښې وكړې۔د ده وېنا په موقع د پ??پل?? ګوند غړو احتجاج وكړو۔وفاقي وزير ووئيل د خېبرپښتونخوا حكومت هغه يوازنې حكومت دے چې د كوم وزيران د خپل وزير??عل??ی او خپل ليډر په ضد د كرپشن تورونه لګوي۔ده ووئيل كوم خلق چې پھ پېرس٬دبئي٬امريكا٬لاهور٬ا??لا?? آباد٬ملتان او كراچۍ كښې محلونه لري په هغوي د نورو يو دوه محلونه بد لګي۔ مشاهد خان ووئېل پ??پل?? ګوند د كراچۍ اولس له هېڅ ورنه كړل۔په كراچۍ كښې د مېټرو بس پروژه مسلم ليګ(ن)ترسره كړه۔د سندھ حكومت لخوا بسونه وركول وو خو تراوسه يې ورنه كړی شول۔ ده ووئېل كے فور پروژې لپاره هم د سندھ حكومت د خپلې برخې فنډ ورنه كړو۔وفاقي وزير ووئيل په ټول ټاكنو كښې به معلومه شي چې د سندھ اولس د دوي نه څنګه بدل اخلي۔ده ووئيل په بجټ كښې په كومه هم مسئله خبره كېدې شي ځكه چې د بجټ تعلق د حكومتي كاركردګۍ سره وي۔ده ووئيل په سندھ كښې مو د برېښنا پروژې پېل كړې او دغسې تهركول٬حېدرآباد موټروے٬سكهر٬ملتان موټروے او د قابل تجديد توان پروژو پشمول په خېبرپښتونخوا كښې موټرويز چا جوړې كړی