اسلام آباد 13 فروری) اے پي پي) د اطلاعات٬خپرونو٬قامي تاريخ او ادبي ورثې دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب وئېلي دي محمد نواز شريف چې د ووټ د تقدس او د عدل بحالولو د تحريك كومه وعده كړی وه د هغې تحريك د كاميابۍ اولنې زيرې د لودهراں د ټاكنو ګته ده٬د پاكستان اولس نواز شريف سره ولاړ دے او ټول پاكستان دا ويني چې نااهليت څنګه په اهليت بدلېږي٬لودهراں كښې د پاكستان ??سل?? ليګ(ن)كاميابي د هغه وعدو په سوب ےامخې ته شوې كومې چې نواز شريف او پاكستان ??سل?? ليګ(ن)په كال 2013 كښې اولس سره كړې وې٬دا كاميابي د هغې نتيجه ده٬ د لوے څښتن په فضل او د پاكستان ??سل?? ليګ(ن)محنت سره د كال 2018 ټاكنو اولنے عكس د لودهراں څخه رامخې ته شوے ٬پھ دې خبره پوهېدل پكار دي چې د پاكستان اولس به ووټ چاله وركوي٬سي پېك راوړونكي له يا كنټينر جوړونكې له ٬د ترهه ګرۍ ختمونكي له يا په پارلمان بريد كونكي له٬پاكستان د ديواليه كېدو څخه بچ كونكې له دا د اقتصادي پرمختګ په لاره روانونكي له يا د اېم او يو څخه د برېښنا پیدا كونكي له٬دا فرق پاكستاني اولس ته معلوم شوې ځكه په لودهراں كښې پاكستان ??سل?? ليګ(ن)ته كاميابي ترلاسه شوې۔د نهې په ورځ احتساب عدالت څخه بهر مېډيا سره په خبرو كښې مريم اورنګزېب ووئيل د لودهراں اولس له مباركي وركوم٬دوي په (ن)ليګ د باور څرګندونه كولو سره دا پېغام وركړې چې د پاكستان اولس د اړي ګړي ٬ فساد او دروغو سياست رد كړې٬اوس به ووټ يوازې د كاركردګۍ په بنياد وركړے كېږي۔د يوې پوښتنې په ځواب دوهمې وزيرې ووئيل اولس ??سل?? ليګ(ن)ته ووټ ځكه وركړې چې دوي د ??سل?? ليګ(ن)څومره حكومتونه كتلې او نواز شريف چې كله هم وزيراعظم پاتې شوې هغه پاكستاني اولس سره كړې وعدې پاللې دي۔ د اطلاعات وزيرې زياته كړه پي ټي آئي وئېلې وو هغه خېبرپښتونخوا كښې اېم او يو څخه برېښنا جوړوي٬هغه په كال 2013 كښې وئېلي وو چې خېبرپښتونخوا كښې به دومره برېښنا پیدا كړو چې ټول هېواد له به يې ور??ړو??نن ټول پاكستان ويني چې د دوي د برخې برېښنا هم د پنجاب حكومت او وفاقي حكومت جوړه كړی۔ مريم اورنګزېب ووئېل پاكستانے اولس دا ويني چې ټاكلې وزيراعظم كور ته لېږلې شي ا?? دغسې د پاكستان د اولس د ووټ تقدس له مينځه وړلې شي۔د يوې بلې پوښتنې په ځواب دې ووئيل پرله پسې پېشۍ ر??انې دي ا?? پرله پسې ضمني ريفرنسز راروان دي ولې څه هم نه ترلاسه كېږي۔دې ووئيل د جے آئي ټي په راپور كښې د وركړې شوو شواهدو ثبوتونه لټولې شي۔دوهمې وزيرې ووئيل بل اړخه ته د پاكستان اولس دا پريكړه كوي چې ورسره نااهليت په اهليت بدلېږي