اسلام آباد 12 دسمبر (اے پی پی) د وزیراعظم شاهد خاقان عباسي په مشرۍ كښې د نهې په ورځ په وزيراعظم هاٶس كښې د انرژۍ لپاره د كابينه كمېټۍ غونډه وشوه چې پكښې د توان وزير سردار اوېس احمد خان لغاري، د پټروليم دوهم وزير جام کمال خان، د اړوند ډويژونو سېكترانو ٬ اېم ډي پي اېس او او سينئر چارواكو ګډون وكړو۔ غونډه كښې شوګر انډسټرۍ سره د برېښنا د مخلوط پېداوار او د تجديد جوګه پاليسيو 2006 پشمول په بېلا بېلو پاليسو غور وكړې شو٬ غونډه كښې د برېښنا د بېلا بېلو پرم??تي??ئي منصوبو جاج واخستلې شو٬ د لمر توان او پن برېښنا منصوبو پشمول هېواد كښې بېلو ذريعو سره د توان ترلاسه كول متنوع جوړولې شي۔ غونډه كښې د برېښنا ټې??ف پحقله د مسئلو هواري لپاره د پاليسي ??رې?? ورك مناسب بدلون معرفي كولو پرېكړه هم وشوه۔ د برېښنا وزير به د غونډې په مهال د شوو پرېكړو پحقله (نن) د شورو په ورځ خبرې كنفرنس ته وېنا كوي